د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"کندهار کې ٩٨ وسله والو طالبانو او ٢٤پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې"

"کندهار کې ٩٨ وسله والو طالبانو او ٢٤پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې"

Sep 11, 2018 - 11:40

کندهار(پژواک، ۲۰ وږی ۹۷):د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ په جګړه کې ۷۳ وسله والو او ۱۶ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز په خاکرېز ولسوالۍ کې هم د دواړو لورو تر منځ په جګړه کې ۱۰ وسله وال وژل شوي، ۱۵ وسله وال او ۸ پولیس ټپيان شوي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیاءدراني پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه ۱۱ بجې لسګونو وسله والو په میوند ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل او د دواړو لورو تر منځ د سهار تر څلورو بجو جګړه روانه وه.

هغه زیاته کړه، طالبانو د میوند ولسوالۍ د سقوط پلان درلود او د دې کار لپاره یې له هلمنده هم ګڼ شمېر وسله وال راغوښتي وو.

خو دی وايي چې امنیتي ځواکونه د وسله والو طالبانو له دغه پلان څخه له مخکې خبر وو او چمتووالی یې درلود.

د ده په خبره، امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د دغې ولسوالۍ په ښامیرکلا او سره بغل سیمو کې عملیات وکړل چې په هوايي بریدونو او مخامخ جګړه کې ۵۷ وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه، د جګړې پر مهال څلور پولیس هم وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.

ده وویل، په دغو عملیاتو کې د وسله والو ۷ موټر او وسلې له منځه وړل شوي او د وسله والو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.

د یوه بل خبر له مخې، تېره شپه په خاکرېز ولسوالۍ کې هم د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه شوې چې دواړو لورو ته په کې زیان اوښتی دی.

درانی وايي، تېره شپه لس بجې وسله والوطالبانو د دغې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې له سخت غبرګون سره مخ شول.

دی زیاتوي، په دغه جګړه کې ۱۰ وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي او دغه راز ۸   پولیس هم ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

میوند او خاکرېز د کندهار د شمالي ولسوالیو له ډلې څخه دي چې وسله وال طالبان په کې فعال دي او وخت په وخت د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement