ایبک (پژواک، ٢٠ وږی ٩٧): د سمنګان د ملي امنیت ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د وسله والو مخالفینو یوه نهه کسیزه ډله د سولې له بهیر سره یو ځای شوې ده.
سرچینې لیکلي چې دغې ډلې د غلام سخي او محمد حسین تر مشرۍ لاندې فعالیت درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي، دولتي چارواکو د یوې غونډې په ترڅ کې د سولې له پروسې سره د یادې ډلې د یوځای کېدو هرکلی وکړ او له نورو مخالفینو یې هم وغوښتل چې خپل عادي ژوند ته را وګرځي او د هېواد په بیارغونه او پرمختګ کې برخه واخلي.
سرچینې لیکلي چې یادو نهو کسانو ته یې نغدي ډالۍ هم ورکړې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن