ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ او پانګونې دویم نړیوال نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ او پانګونې دویم نړیوال نندارتون پرانیستل شو

author avatar
12 Sep 2018 - 15:15
د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ او پانګونې دویم نړیوال نندارتون پرانیستل شو
author avatar
12 Sep 2018 - 15:15

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۹۷): په ممبیي کې د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ او پانګونې د دویم نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې په افغانستان کې د پانګونې په جذب او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو.

یاد نندارتون د افغانستان اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او د امریکا سفیر جان بس په ګډون نن د «پراختیا ته لېږد» تر عنوان لاندې پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې چې د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیايي ادارې له خوا جوړ شوی دی له بېلا بېلو هېوادو تر زرو ډېر سوداګر ګډون لري.

په دغه نندارتون کې ۳۰۰ افغان سوداګرو لسګونه قلمه محصولات لکه وچه او تازه مېوه، زعفران او نور کرنیز محصولات، لاسي صنایع لکه غالۍ، جامې، زېورات او نور په ۱۵۰ غرفو کې نندارې ته اېښي دي.

اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د یاد نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل، د نندارتون موخه د سوداګریزو اړیکو ښه والی، د افغاني محصولاتو معرفي او هغه ته بازارموندنه او د بهرنیو پانګوالو جذبول دي.

هغه بهرني سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته را وبلل او ویې ویل، په افغانستان کې د بانګدارۍ، کرنې، روغتیا او نورو برخو کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده.

نوموړي له جزیاتو پرته وویل چې افغان حکومت د پانګوالو لپاره د اسانتیاوو او ملاتړ رامنځته کولو په برخه کې ځینې قوانین طرح او تر عملي کېدو لاندې نیولي دي.

اجرائیه رییس زیاته کړه چې د دغه نندارتون په یوه برخه کې به له هندي چارواکو او سوداګرو سره په افغانستان کې د پانګونې د جذب لپاره خبرې وشي.

هغه زیاته کړه، دېته ورته لومړنی نندارتون تېر کال د هندوستان په ډهلي ښار کې جوړ شوی و چې په هغه کې د افغان او هندي سوداګرو تر منځ د ۲۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شوي و.

هغه زیاته کړه، تمه کېږي چې په اوسني نندارتون کې به د دواړو هېوادونو د سوداګرو تر منځ د تېر کال په پرتله دوه برابره دا ډول هوکړه لیکونه لاسلیک شي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان باس د یاد نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل: ((امریکا علاقه لري چې له افغانستان سره د پانګوالو د جذب په برخه کې مرسته وکړي.))

نوموړي زیاته کړه، افغانستان دې ته په کتو چې ښه موقعیت لري کولای شي چې په سیمه کې د سوداګرۍ څلور لارې وي او دې موخې ته د رسېدو لپاره چې له دې لارې افغانستان کولای شي روښانه راتلونکې ولري اړتیا ده چې نړیواله ټولنه له افغانستان سره په ترسره کړو ژمنو وفا وکړي ځکه چې افغان حکومت په یوازې توګه نشي کولای خپلې موخې ته ورسېږي.

نوموړي بهرنیو پانګوالو ته په خطاب کې وویل، په افغانستان کې ناامنۍ لکه چې انعکاس کېږي دومره نه ده او افغان حکومت ژمن دی چې له بهرنیو پانګوالو ملاتړ وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.