کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٧): د افغانستان برېښنا شرکت له يوې مشهورې هندي کمپنۍ سره د برېښنا په برخه کې د همکاريو تړون لاسليک کړ.
د برېښنا شرکت له خوا د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د شرکت د رييس انجنير امان الله غالب او د هندوستان د انرژۍ د مشهورې کپمنۍ ټاټا د مشر تر منځ لاسليک شو.
دا تړون نن په نوي ډيلي کې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د پانګونې او نړيوالې سوداګرۍ تر نامه د نندارتون د پرانيستې مراسمو پر مهال لاسليک شوى دى.
د برېښنا شرکت وايي چې ياده هندي کمپني به له افغانستان سره د برېښنا د پروژو په تطبيق، د غوره انرژۍ په کارولو، د انرژۍ د ضايعاتو په مخنيوي، په ښه توګه د عوايدو په راټولولو، د برېښنا شرکت د کارکوونکو د وړتيا په لوړولو او د پروژو د مديريت په برخو کې همکارۍ کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن