ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اچين ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان او دوه وروڼه يې نيول شوي

د اچين ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان او دوه وروڼه يې نيول شوي

author avatar
12 Sep 2018 - 17:03
د اچين ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان او دوه وروڼه يې نيول شوي
author avatar
12 Sep 2018 - 17:03

جلال اباد (پژواک، ۲۱ وږی ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د اچين ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان او دوه وروڼه يې چې د عامو خلکو پر وژلو، ګواښلو، وهلو ډبولو او نورو جرمونو تورن دي، د پوليسو له خوا نيول شوي دي.

خو د شينوارو قومي مشران وايي، د يادو ټولو ستونزو تر شا د سيمه ييزو پوليسو د نيول شوي قوماندان پلار جلال باچا لاس لري او تر هغه چې نوموړی نه وي نيول شوی، دوی له خپلو اعتراضونو لاس نه اخلي.

د شينوارو قومي مشرانو او ځوانانو پرون د وږي په ۲۰مه د مومندرې ولسوالۍ اړوند ډکې سيمه کې مظاهره وکړه او د جلال اباد – تورخم لويه لاره يې د ترافيکو پر مخ وتړله، خو لاريون کوونکو لا هم لار نه ده خوشې کړې او وايي، لومړی يې بايد غوښتنې ومنل شي.

د دوی د لاريون پر مهال پرون له غرمې وروسته يو ځانمرګی بريد هم وشو چې له امله يې ۶۸ کسان ووژل شول او ۱۶۵ نور ټپيان شوي دي.

دوی شکايت درلود چې د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان بلال باچا او د هغه پلار جلال باچا پر ولسي خلکو ظلمونه کوي بې ګناه يې قتلوي، وهل ډبول ورکوي، مالونه يې لوټي او نورې ناقانونه کړنې ترسره کوي.

د دوی په خبره، څو ځلې يې ولايتي ادارې، امنيې قوماندانۍ او حتی ولسمشرۍ ماڼۍ ته له دغو کسانو شکايت کړی، خو چا يې پر وړاندې اقدام نه دی کړی؛ نو ځکه يې د خپل حق غوښتنې لپاره مظاهره وکړه.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ۲۱مه پژواک اژانس ته وويل چې د شينوارو د مظاهره کوونکو د غوښتنو په غبرګون نن د پوليسو له لوري د اچين ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو مشر بلال باچا او د هغه دوه وروڼه ميرويس او جليل نيول شوي دي.

هغه زياته کړه، يو ځل وړاندې هم د خلکو د نيوکو په غبرګون بلال باچا نيول شوی و، خو چا پرې کومه عريضه، اسناد وړاندې نه کړل؛ نو ځکه بېرته خوشې شو.

په همدې حال کې د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال عبيدالله شينواری وايي چې د شينوارو ولسونه يوازې د بلال باچا او د هغه د وروڼو په نيولو بسنه نه کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د ننګرهار امنيه قوماندان، د دغه ولايت نظامي څارنوال او د مرکز څخه د نظامي څارنوالۍ د راغلي پلاوي مشر هم بايد ونيول شي؛ ځکه دغو کسانو د موضوع د څېړلو مسئوليت پر غاړه اخېستی و؛ خو د بلال باچا او د هغه د پلار جلال باچا پر وړاندې يې هېڅ اقدام ونکړ.

بلخوا قومي مشر ملا جان شينواری هم وايي چې د بلال باچا په نيول کېدو ستونزه نه حلېږي او بايد پلار يې جلال باچا هم ونيول شي.

هغه پژواک ته وويل: ((موږ تر اوسه معلومات نه لرو چې بلال باچا نيول شوی او که نه؛ ځکه موږ ته نه دی ښودل شوی، خو اصلي خبره دا ده چې جلال باچا بايد ونيول شي، هغه داسې جابر او ګناهګار سړی دی چې ټول قتلونه او ظلمونه هغه کړي، اصلي مجرم خو هغه دی.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.