کابل (پژواک،۲۱وږی ۹۷): ولسي جرګې د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون څخه وغوښتل چې هغه اسناد او مدراک دې له یادې جرګې سره شریک کړي چې له مخې یې د ولسي جرګې د نوماندانو له وروستي لېست څخه ۳۵ کسان لرې شوي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د روان کال د زمري په ۲۰ مه ۳۵ کاندیدان د ولسي جرګې په شرایطو برابر ونه ګڼل او نومونه یې د نوماندانو له وروستي نوملړ څخه لرې کړل.
له نوملړ څخه د ځينو لرې شوو کاندیدانو پلویانو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د یادې پرېکړې په غبرګون کې پرله پسې ۱۲ ورځې د یاد کمېسیون مرکزي دفتر او یو شمېر ولایتي دفترونه تړلي وو.
خو ټاکنیزو کمېسیونونو ويلي چې یاده پرېکړه وروستۍ ده او په هغه کې بدلون ناشونی دی.
د ولسي جرګې لومړي نائب همایون همایون چې د یادې جرګې د نننۍ ناستې مشري یې کوله په دې اړه وویل: ((موږ د مقننې قوې په صفت د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون څخه غواړو چې د هغو نوماندانو په اړه چې له وروستي لېست څخه یې نومونه ایستل شوي اسناد او مدارک د دغې جرګې اداري پلاوي ته ولېږي، ترڅو دغه جرګه وګوري چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون پرېکړه تر کومې کچې سمه وه.))
هغه زیاته کړه چې هېڅ اداره او بنسټ له قانون څخه لوړ نه دي او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون اړ دی چې ټول هغه اسناد چې د هغه له مخې یې یو شمېر کاندیدان لرې کړي یو شمېر نورو ته یې سپارښتنه کړې او ځينو ته یې اخطار ورکړی دی د خلکو له استازو سره شریک کړي.
هغه وویل: ((زه فکر کوم چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړه نیمګړې ده.))
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ټاکنیزو شکایتونوکمېسیون له ویاند سره خبرې وکړي،خو د کمېسیون له چارواکو سره یې اړیکه ټينګه نه شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن