ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا والي: خبريالانو ته پر وخت او سم اطلاعات ورکوو

د پکتيا والي: خبريالانو ته پر وخت او سم اطلاعات ورکوو

author avatar
12 Sep 2018 - 19:30
د پکتيا والي: خبريالانو ته پر وخت او سم اطلاعات ورکوو
author avatar
12 Sep 2018 - 19:30

گردیز(پژواک، ۲۱ وږی ۹۷) : د پکتيا والي شميم خان کټوازي په دې ولايت کې د بېلابېلو ملي او نړيوالو رسنيو له خبريالانو سره په ناسته کې ژمنه وکړه چې خبريالانو ته به پر وخت او سم اطاعات ورکول شي.

کټوازي په دې غوښتل شوې ناسته کې له خبريالانو وغوښتل چې دوی ته د ناسمو او پر وخت خبرونو نه رسېدو په غبرګون کې پيل کړی پرېکون پای ته ورسوي.

د پکتيا خبريالانو له والي سره د پريکون پيلولو عوامل په ډاګه کړل او ويې ويل چې ډېری وخت ورته مالومات ناوخته او يا ناسم رسيږي.

د پکتيا پرېس کلب مرستيال او د اريانا نيوز خبريال فريد احمدزي پژواک ته وويل چې په ناسته کې د ولايت او نورو ادارو وياندويان هم حاضر و او جدي لارښوونه ورته وشوه چې خبريالانو ته پر وخت اطلاعات ورکړي.

احمدزی وايي که اداره په کړې ژمنه عمل ونکړي، نو د پرېکړې پر اساس به دا ځل خبريالان هېڅ ډول خبرونه او رپوټونه خپاره نکړي.

نوموړي وويل:((ولايتي اداره مکلفه ده او ژمنه يې وکړه چې خبريالانو ته به پر وخت او کره مالومات ورکوي، نو پر دې اساس موږ خپل پريکون پای ته ورساوه. که په راتلونکي کې داسې څه تکرار او ولايتي اداره په خپله خبره کې پاتې راشي، نو موږ دا ځل له ټولو مسايلو سره بايکاټ کوو.))

د شمشاد تلويزيون خبريال حکمت نيازی وايي خبري پريکون يې ځکه کړی و، چې په خبره يې ډېری وخت ورته د مسولو ادارو لخوا پر وخت مالومات نه شريکېدل او يا به هم په جګړه ييزو خبرونو کې ارقام خورا ناسم ورکول کېدل.

نيازي وويل دې چارې د خبريالانو او اړونده رسنيو باور ته زيان رسولی او دوی يې له ځينو ګواښونو سره مخ کړي دي.

نيازي وويل:((هغه ستونزې چې پر وخت د مالومات شريکولو له امله دي او همداراز په ارقامو کې چې مبالغه کيږي، موږ ته يې بشپړ ډاډ راکړ چې دا به اصلاح کيږي.))

د غرغښت تلويزون خبريال يوسف حنيف د خبريالانو د خونديتوب مسله مهمه بولي او وايي چې ځينې وخت خبريالان د فساد يا ځينو نورو موضوعاتو د کار پر مهال د ځینو اشخاصو او کړيو لخوا ګواښل کيږي.

حنيف د خبريالانو د خونديتوب په کمېټه هم نيوکه کوي چې خپل مسوليت يې په سم ډول ندی تر سره کړی.

دی وايي:((د خبريالانو ژوند خوندي ندی، هغه کمېټې چې د خبريالانو د خونديتوب په برخه کې کار کوي، خپل مسوليت يې سم ندی ادا کړی، د پکتيا ولايتي ادارې هم د خبريالانو د ژوند د خونديتوب لپاره هغه څه ندي کړي، چې بايد کړي يې وای. زموږ غوښتنه دا ده چې دې برخې ته لازم پام وشي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.