ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صبغت الله مجددي له امریکا سره پرامنیتي تړون د بیا کتنې غوښتنه وکړه

صبغت الله مجددي له امریکا سره پرامنیتي تړون د بیا کتنې غوښتنه وکړه

author avatar
12 Sep 2018 - 19:38
صبغت الله مجددي له امریکا سره پرامنیتي تړون د بیا کتنې غوښتنه وکړه
author avatar
12 Sep 2018 - 19:38

کابل(پژواک، ۲۱ وږی ۹۷): صبغت الله مجدیدي په هېواد کې د ناامنیو او ګډوډیو زیاتېدل د اندېښنې وړ وبلل او له ټولو سیاسي حرکتونو او  مشرانو یې وغوښتل چې د وضعیت د بدلون لپاره سره یو شي.

جهادي مشر او د افغانستان پخواني ولسمشر حضرت صبغت الله مجدیدي، نن په خپل کور کې د یوې خبري غونډې پرمهال چې له بحران څخه د هېواد د ژغورلو لپاره د ملي یووالي او همغږۍ په موخه جوړه شوې وه او یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو او مطرح څېرو په کې ګډون کړی و، وویل، افغانستان له ټولو اړخونو په ډېر بد وضعیت کې دی او اړتیا ده چې له دې وضعیت څخه د وتلو لپاره ټول ګډ کار وکړو.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد کریم خلیلي، د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق، د ملي پیوند ګوند مشر سید منصور نادري، د ملي محاذ ګوند مشر حامد ګیلاني، د اسلامي متحد ګوند مشر وحید سباوون، د احمد شاه مسعود بنسټ رییس احمد ولي مسعود، د افغانستان د خلکو اسلامي انقلاب حرکت مشر عبدالحکیم منیب، د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر انور الحق احدي، مطرح جهادي څېرې یونس قانوني او د ولسي جرګې یو شمېر غړو  په دې  ناسته کې کډون کړی وو.

مجددي په نننۍ ناسته کې وویل، امریکا د امنیتي تړون په عملي کېدو کې پاتې راغلې او پر خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی او دغه وضعيت په یقيني ډول پر امنیتي تړون جدي کتنې ته اړتیا لري.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل: ((دې ته په کتو چې زموږ هېواد د هرې ورځې په تېرېدود بحران د زیاتېدو ښکار ګرځي او دا چې د دولت په واکمنۍ کې شفافیت نه تر سترګو کېږي، مشورې نه اوري، اداري فساد اوج ته رسېدلی او هېواد مو د کړکیچ لوري ته تللی، اړتیا ده چې تاسو له دې حالت څخه د وتو لپاره سره یو شئ.))

هغه وویل: ((زموږ بې اتفاقي د دې لامل شوې چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو  سیاستونه او سیالۍ زموږ پر اقتصادي، امنیتي او سیاسي وضعیت خپلې بدې اغېزې تپي.))

مجددي چې پنځه کاله یې د افغانستان د خلکو د دودیزې لويې جرګې ریاست پر غاړه و او له حامد کرزي څخه یې په دې عنعنوي لویه جرګه کې له شرط پرته د دغه امنیتي تړون د لاسلیک غوښتنه کړې وه، نن یې له افغان حکومت څخه وغوښتل چې پر دغه امنیتي تړون دې جدي بیا کتنه وکړي.

نوموړي په هغه وخت کې ویلي و: ((کرزی هېڅ حق نه لري چې داسې یوه خبره وکړي، زه وایم چې غلطي کوي، ځکه ټولې هغه غوښتنې چې کرزي او موږ درلودې دوی یې مني، سربېره له دې هم دوی ځنډوي، دا کار د افغانستان په تاوان دی او موږ یې په هېڅ ډول نه منو.))

په ورته وخت کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یو شمېر غړو په هېواد کې د امنیتي وضعیت څخه د اندېښنې تر څنګ امریکا په افغانستان کې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې ناکامه بولي او له امریکا سره د امنیتي تړون د بیا کتنې غوښتنه کوي.

له امریکا سره امنیتي تړون د ۱۳۹۳ کال د تلې په میاشت کې لاسلیک شو.

مجددي په خپلو خبرو کې وویل، تخریبي، ځانمرګې او وحشیانه بریدونه هره ورځ د سلګونه کسانو ژوند اخلي.

هغه زیاته کړه: ((موږ هره ورځ په هېواد کې د ملي اردو او ملي پولیسو د سلګونو سرتېرو د وژنې او ټپي کېدو شاهدان یو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.