ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې ښځې د نا امنیو له امله نه شي کولای په ټاکنو کې ګډون وکړي

په کندوز کې ښځې د نا امنیو له امله نه شي کولای په ټاکنو کې ګډون وکړي

author avatar
12 Sep 2018 - 14:38
په کندوز کې ښځې د نا امنیو له امله نه شي کولای په ټاکنو کې ګډون وکړي
author avatar
12 Sep 2018 - 14:38

کندوز ښار (پژواک، ٢١ وږى ٩٧): په کندوز کې يو شمېر ښځې وايي چې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى، که چېرې د ښه والي لپاره يې پوځي عمليات ونه شي نو ښځې به ونه شي کولاى په ټاکنو کې په پراخه کچه ونډه واخلي.

د دوى په وينا، د کندوز پر ډېرو سیمو طالبان واکمن دي او په دشت ارچي او قلعه ذال ولسواليو کې يې هم تحرکات ډېر شوي چې له امله يې امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى.

د کندوز ولايتي شورا غړې فوزيه يفتلي د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په کندوز ښار او ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه ډېر شوي او تر څنګ يې د جنايي جرمونو کچه هم لوړه شوې ده.

دې زياته کړه: ((امنيتي وضعيت ډېر خراب دى، په ډېرو سيمو کې طالبان حاکميت لري، که حالات همدغه شان دوام وکړي، په ټاکنو کې به د ښځو ونډه ډېره کمه وي.))

دغه راز په کندوز کې د مدنې ټولنې غړې شيما حسيني پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د نا امنۍ له امله د ټاکنو ملي پروسه به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

هغې وويل: ((دلته د طالبانو تر څنګ مافيا، جهادي او سيمه ييز قدرتونه له دې پروسې د ځان په ګټه استفاده کوي، دوى به نا امني نوره هم ډېره کړي څو خپلو موخو ته ورسېږي او په نا امنۍ کې بيا کله ښځې کولاى شي چې رايه ورکړي، کمپاين وکړي او يا هم د ټاکنو اړوند نورو برنامو کې برخه واخلي.))

همدارنګه د مدني ټولنې بلې غړې بصيرې پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت ډېر خراب دى او ښځې نه شي کولاى په دې داسې حالاتو کې په ټاکنو کې برخه واخلي.

 

دې ټينګار وکړ چې حکومت بايد د نوماندو ښځو او رايه ورکوونکو ښځو د امنيت د تامين لپاره اړين تدابير ونيسي.

 

په دې اړه د قلعه ذال اوسېدونکې نازيې پژواک ته وويل چې امنيتي ارګانونه په دې ولسوالۍ کې د امنيت د تامين لپاره هېڅ ډول پلان نه لري.

دې زياته کړه: ((اوس خلک له کوره بيرون نه شي وتلى، د ټاکنو په ورځ خو هېڅ امکان نه لري چې ښځې د رايو مرکزونو ته ولاړې شي او رايه ورکړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.