د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اشرف غني: د څرخي پله بنديانو دوسيې دې بيا وڅېړل شي

اشرف غني: د څرخي پله بنديانو دوسيې دې بيا وڅېړل شي

Sep 12, 2018 - 16:37

کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د زندانیانو قضیې د دویم ځل لپاره ارزوي او پر اعدام د محکوم شوو زندانیانو په اړه د استاد دانش تر نظر لاندې یو پلاوی کار کوي.

له ارګه د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې نن د څرخي پله زندان کې د یو شمېر ودانیو د بنسټ اېښودو په مراسمو کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وکړې.

سرچينې زياته کړې، ولسمشر د څرخي پله زندان د پنځوس بستریز روغتون، د څارنوالانو او اداري بلاک او د زندانیانو لپاره د نوي بلاک د ودانیو د بنسټ ډبرې کېښودې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د څارنوالانو او اداري بلاک په دوو پوړونو کې جوړېږي چې ۲۴ خونې لري.

دغه راز د ۲۵۶ خونو لرونکی بلاک به د ۳۰۰۰ زندانیانو د ځایولو ګنجایش  او لازمې اسانتیاوې ولري.

سرچينې ويلي، وروسته ولسمشر غني چې یو شمېر لوړ پورو چارواکو یې ملتیا کوله، د څرخي پله زندان په تالار کې په همدې مناسبت نیول شوو مراسمو کې ګډون وکړ.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وویل، کورنیو چارو وزارت د څلور کلنې اصلاحي برنامې مطابق د محابسو په مدیریتي او مسلکي ظرفیت لوړولو کار کوي، دغه راز د ۱۸ ولایتونو د زندانونو ودانۍ جوړې شوې، د پنځو ولایتونو د زندانونو پر ودانیو کار روان دی چې تر څنګ یې د ۵ ولایتونو د زندانونو د ودانیو تدارکاتي چارې د تدارکاتو په کمېسیون کې جریان لري.

برمک د روغتون او اداري ودانیو تر څنګ د زندانیانو لپاره د نوي بلاک جوړول زندانیانو او د څرخي پله زندان کارکوونکو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه یو ښه اقدام وباله.

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، ۴۵ سلنه زندانیان د سواد زده‎کړې، کمپیوټر او انګلیسي ژبې په کورسونو کې زده کړه کوي او ۴۰ سلنه نور یې د حرفوي زده کړو په روزنه بوخت دي.

نوموړي د زندانونو په عمومي ریاست کې د اصلاحاتو بهیر ته په اشارې وویل، د زندانونو د مدیریت ۲۸۰ کارکوونکي چې په فساد کې ښکېل وو، عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

وروسته د زندانیانو په استازیتوب قاري ظفر د څرخي پله زندان د مسوولینو او محافظینو چلند څخه د مننې تر څنګ زندانیانو ته د جمهور ريیس د ځانګړې پاملرنې او درې ځلې زندان ته د ارزونې په موخه د ورتګ مننه وکړه.

نوموړي د روغتیا، ۷۵ سلنه تخفیف، د ولایتونو زندانونو ته د یو شمېر زندانیانو د انتقال، د زندان په خونو کې د ګڼې ګوڼې د زیاتوالي، د حبس مودې تخفیف ته د توجه  او نورو بېلابېلو برخو کې د زندانیانو ستونزې بیان کړې.

ولسمشر د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته په ننګرهار کې د پرونیو تروریستي بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت تر څنګ وویل، د دې ودانیو موخه زندانیانو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرول دي.

هغه له زندانیانو سره ژمنه وکړه چې دوسیې به یې د دویم ځل لپاره و ارزول شي څو عدالت تطبیق شي.

ولسمشر زیاته کړه، د څرخي پله په ساحه کې ۱۲۰۰ جریبه ځمکه موجوده ده چې پر یوه ستر پارک به بدله او دغه راز به د ټولو شهیدانو په یاد هم یو څلی جوړ شي.

نوموړي څرګنده کړه، ستاسې غوښتنې ارزول کېږي. هغه د ښځینه زندانیانو په اړه وویل، د ښځینه زندانیانو دوسیو ته له سره کتنه کېږي، دغه راز د ښځینه زندانیانو ستونزو ته د رسېدو لپاره لا زیاتې پاملرنې ته اړتیا ده.

ولسمشر غني ولایتونو ته د یو شمېر زندانیانو د لېږد د وړاندیز په اړه وویل، په شفاف ډول دې د یوه واضح میکانیزم له لارې د زندانیانو لېږد ترسره شي، څو د هېڅ زنداني حق ضایع نه شي.

محمد اشرف غني وویل، پلاوی د زندانیانو قضیې د دویم ځل لپاره ارزوي او پر اعدام د محکوم شوو زندانیانو په اړه د استاد دانش تر نظر لاندې یو پلاوی کار کوي.

هغه زیاته کړه، د ولسمشر له لوري د عفوې او تخفیف فرمانونه به پر وخت ترسره شي، هغه کورنیو چارو وزیر ته لارښوونه وکړه چې د زندانونو مدیریتونه له غیر مسلکي افرادو تصفیه کړي او هېڅوک د رشوت او باج اخیستلو حق نه لري.

ولسمشر دې ته په اشارې چې زندانیان د فني او حرفوي زده کړو له کورسونو او برنامو زیاته استفاده وکړي وویل، د تنخوا په بدل کې د یادو ودانیو جوړولو کې د زندانیانو له ظرفیتونو او مهارتونو څخه استفاده کېږي.

هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل، د زندانونو مدیریتي دستګاه باید انسان محوره شي او له زندانیانو سره دې انساني چلند وشي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement