ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د پروني ځانمرګي بريد د مرګ ژوبلې شمېره ۲۳۳ ته لوړه شوه

د ننګرهار د پروني ځانمرګي بريد د مرګ ژوبلې شمېره ۲۳۳ ته لوړه شوه

author avatar
12 Sep 2018 - 12:13
د ننګرهار د پروني ځانمرګي بريد د مرګ ژوبلې شمېره ۲۳۳ ته لوړه شوه
author avatar
12 Sep 2018 - 12:13

جلال اباد (پژواک، ٢١ وږی ۹۷): د ننګرهار د عامې روغتيا ریاست چارواکي وايي، د دغه ولايت په مومنددرې ولسوالۍ کې د پروني ځانمرګي بريد د مرګ ژوبلې وروستۍ شمېره ۲۳۳ ته رسېدلې چې ۶۸ وژل شوي او ۱۶۵ نور ټپيان دي.

پرون د وږي په ۲۰مه په داسې حال کې چې د دغه ولايت د شينوارو قوم يو شمېر ځوانانو او مشرانو د خپلو حقونو غوښتلو او سيمه ييزو پوليسو پر ضد د مومندد رې ولسوالۍ په ډکې سيمه کې لارون کړی و چې وروسته له غرمې نږدې يوه بجه پرې ځانمرګی بريد وشو.

که څه هم پرون تر ماښام ناوخته روغتيايي او ولايتي چارواکو ويل چې د ځانمرګي بريد له امله ۳۲ تنه وژل شوي او ۱۲۸ ټپيان دي خو نن د وږي په ۲۱مه دغه مرګ ژوبله ۲۳۳ تنو ته لوړه شوه.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې ټول ۶۸ کسان وژل شوي او ۱۶۵ نور ټپيان دي.

دی وايي، ۳۵ جسدونه مستقيماً خلکو کورونو ته وړي، دغه راز ګڼ شمېر ټپيان هم نورو سيمه ييزو روغتونونو ته انتقال شوي وو چې د دوی کارمندانو ټوله شپه او نن سهار ارقام راټول  کړل او اوس يې له رسنيو سره شريک کړل.

پرون د پېښې له رامنځته کېدو وروسته عيني شاهدانو هم د مرګ ژوبلې کچه له دوو سوو لوړه ښوده ځکه ويل يې ځانمرګي په هغه ځای کې ځان ته چاودنه ورکړې چې سلګونه لاریون کوونکي په کې راټول وو.

د دغه ولايت ولايتي شورا مرستيال عبيدالله شينواري هم پرون پژواک ته په خبرو کې وويل چې تر پنځوسو ډېر کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر نور ټپيان دي خو ولايتي ادارې دغه ارقام نه تاييدول.

بلخوا تر اوسه لا د دغه ځانمرګي بريد مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.