د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د پکتيا والي: خبريالانو ته پر وخت او سم اطلاعات ورکوو

د پکتيا والي: خبريالانو ته پر وخت او سم اطلاعات ورکوو

Sep 12, 2018 - 19:30

گردیز(پژواک، ۲۱ وږی ۹۷) : د پکتيا والي شميم خان کټوازي په دې ولايت کې د بېلابېلو ملي او نړيوالو رسنيو له خبريالانو سره په ناسته کې ژمنه وکړه چې خبريالانو ته به پر وخت او سم اطاعات ورکول شي.

کټوازي په دې غوښتل شوې ناسته کې له خبريالانو وغوښتل چې دوی ته د ناسمو او پر وخت خبرونو نه رسېدو په غبرګون کې پيل کړی پرېکون پای ته ورسوي.

د پکتيا خبريالانو له والي سره د پريکون پيلولو عوامل په ډاګه کړل او ويې ويل چې ډېری وخت ورته مالومات ناوخته او يا ناسم رسيږي.

د پکتيا پرېس کلب مرستيال او د اريانا نيوز خبريال فريد احمدزي پژواک ته وويل چې په ناسته کې د ولايت او نورو ادارو وياندويان هم حاضر و او جدي لارښوونه ورته وشوه چې خبريالانو ته پر وخت اطلاعات ورکړي.

احمدزی وايي که اداره په کړې ژمنه عمل ونکړي، نو د پرېکړې پر اساس به دا ځل خبريالان هېڅ ډول خبرونه او رپوټونه خپاره نکړي.

نوموړي وويل:((ولايتي اداره مکلفه ده او ژمنه يې وکړه چې خبريالانو ته به پر وخت او کره مالومات ورکوي، نو پر دې اساس موږ خپل پريکون پای ته ورساوه. که په راتلونکي کې داسې څه تکرار او ولايتي اداره په خپله خبره کې پاتې راشي، نو موږ دا ځل له ټولو مسايلو سره بايکاټ کوو.))

د شمشاد تلويزيون خبريال حکمت نيازی وايي خبري پريکون يې ځکه کړی و، چې په خبره يې ډېری وخت ورته د مسولو ادارو لخوا پر وخت مالومات نه شريکېدل او يا به هم په جګړه ييزو خبرونو کې ارقام خورا ناسم ورکول کېدل.

نيازي وويل دې چارې د خبريالانو او اړونده رسنيو باور ته زيان رسولی او دوی يې له ځينو ګواښونو سره مخ کړي دي.

نيازي وويل:((هغه ستونزې چې پر وخت د مالومات شريکولو له امله دي او همداراز په ارقامو کې چې مبالغه کيږي، موږ ته يې بشپړ ډاډ راکړ چې دا به اصلاح کيږي.))

د غرغښت تلويزون خبريال يوسف حنيف د خبريالانو د خونديتوب مسله مهمه بولي او وايي چې ځينې وخت خبريالان د فساد يا ځينو نورو موضوعاتو د کار پر مهال د ځینو اشخاصو او کړيو لخوا ګواښل کيږي.

حنيف د خبريالانو د خونديتوب په کمېټه هم نيوکه کوي چې خپل مسوليت يې په سم ډول ندی تر سره کړی.

دی وايي:((د خبريالانو ژوند خوندي ندی، هغه کمېټې چې د خبريالانو د خونديتوب په برخه کې کار کوي، خپل مسوليت يې سم ندی ادا کړی، د پکتيا ولايتي ادارې هم د خبريالانو د ژوند د خونديتوب لپاره هغه څه ندي کړي، چې بايد کړي يې وای. زموږ غوښتنه دا ده چې دې برخې ته لازم پام وشي.))

د پکتيا والي شميم خان کټوازی مني چې ځينې مهال به خبريالانو ته د اطلاعاتو په ورکړه کې ستونزه رامنځته شوې وي، خو وايي هڅه يې دا ده چې خبريالانو ته پر وخت او سم مالومات ورکړل شي.

کټوازي پژواک ته وويل چې په ناسته کې يې د ټولو اداري وياندويانو لپاره چوکاټ برابر کړ، چې له مخې به يې له ستونزې او ځنډ پرته خبريالان اطلاعات تر لاسه کړي.

نوموړی وايي تر وسه به د خبريالانو خونديتوب ته پام وکړي او پرې به نږدي چې پر مسايلو د قانوني کار او څار له امله خبريالانو ته ګواښ پېښ شي.

ده وويل:((موږ تل تر وسه هڅه کړې چې خبريالانو ته پر وخت خبر ورکړو، ولې په دې وروستيو کې په کومه ځانګړې مسله کې ستونزه پېښه شوې وه او زموږ ژورنالستان وروڼه خفه شوي و، له هغوی سره مو ناسته ولرله، د ستونزې لپاره مو حل لاره راوباسله او د آينده لپاره مو يو چوکاټ جوړ کړ، چې د قانون مطابق به په دومره وخت کې ميډيا ته خبر ورکول کيږي.))

ياده دې وې چې تېره اونۍ د پکتيا خبريالانو دوی ته پر وخت د مالوماتو د نه رسېدو او په اطلاعاتو کې د مبالغې او ناکره ارقامو شريکولو له امله د خبرونو له خپرولو سره پريکون کړی و.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement