ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“موږ ديوې دسيسې له مخې افغان ليګ سياليو کې نه يو اخيستل شوي”

“موږ ديوې دسيسې له مخې افغان ليګ سياليو کې نه يو اخيستل شوي”

author avatar
12 Sep 2018 - 15:23
“موږ ديوې دسيسې له مخې افغان ليګ سياليو کې نه يو اخيستل شوي”
author avatar
12 Sep 2018 - 15:23

کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٧): د کرکټ دوه ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ او نورعلي ځدراڼ تورې پورې کوي چې په افغان غوره ليګ سياليو کې دوی د يوې دسيسې له مخې نه دي اخيستل شوي او ورسره ظلم شوى دى.

د افغانستان غوره ليګ سياليو لپاره چې ټاکل شوې ده درې اوونۍ وروسته د اکتوبر په پنځمه په اماراتو کې پيل شي، د بهرنيو شرکتونو له خوا پنځه افغان لوبډلې ( ننګرهار، کندهار، بلخ، کابل او پکتيا) اخيستل شوې دي.

د دغو شرکتونو له خوا دوه ورځې مخکې شاوخوا ٩٥ افغان او بهرني لوبغاړي د پيسو په بدل کې واخيستل شول.

خو د نور علي ځدراڼ او شاه پور ځدراڼ په ګډون يو شمېر افغان مشهور لوبغاړي د افغان لوبـډلو د بهرنيو مالکانو يا مسوولينو له خوا وانه خيستل شول.

په پاتې شوو مشهورو لوبغاړو کې دولت ځدراڼ، وفادار مومند، شبير نوري، ميرويس اشرف، نجات مسعود، حشمت الله شهيدي، يمين احمدزى او بهير محبوب شامل دي.

د کرکټ ملي لوبغاړي نور علي ځدراڼ د وږي په ٢١مه د ټولنيزې شبکې فېسبوک په خپله رسمي پاڼه کې په دې اړه کلک غبرګون ښودلى دى.

هغه زياته کړې: ((دا چې زه ولې په افغان غوره ليګ نه يم اخيستل شوی او له ما سره نور څه روان دي، دا ټول به زه ان شاءالله تاسو سره په يو ويډيويي پيغام کې شريک کړم، زه نور د دې ګنده سياست څخه په تنګ شوى يم.))

دغه راز د کرکټ بل ملي لوبغاړي نور علي ځدراڼ  هم په فېسبوک کې په دې اړه کلک غبرګون ښودلى او زياته کړې یې ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې په افغان کرکټ بورډ اداره کې ناوړه سياست روان دى او د استعدادونو وژنه کېږي.

هغه زياته کړې چې د همدې ناوړه سياستونو له امله ډېرو لوبغاړو هېواد پرېښود او ډېرى ځوانان اوس له کرکټ څخه کرکه لري.

شاهپور وايي: ((همداسې کار له ما سره له ډېر وخت څخه روان دى، کله اوازې خپروي چې شاپور ځدراڼ  ټپي دی ، په داسې حال کې چې زه بلکل روغ جوړ او هر ډول کرکټ لوبې ترسره کولو ته جوګه يم.))

نوموړي غوښتنه کړې چې نور بايد دغه ناوړه سياست ته د پای ټکی کېښودل شي، په کرکټ بورډ کې بايد بنسټيز بدلونونه راشي ، که داسې ونه شي کرکټ له تباهۍ سره مخامخ کېږي.

هغه زياته کړې: ((زه نور د خپل حقه حقوقو او نورو لوبغارو حقوقو لپاره چوپ نه پاتې کېږم، داسې لوبغاړي په افغان غوره ليګ کې وانخيستل شول، چې نړۍ ورته ګوته په غاښ دي، دا له ملي لوبغاړو سره ستر ظلم دى.))

د کرکټ د دغو دوو ملي لوبغاړو د څرګندونو په اړه د کرکټ مينه والو او د ټولنيزو شبکو کاروونکو بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.

د کرکټ د ١٥ کلنو، ١٧ کلنو، ١٩ کلنو او الف لوبډلې پخوانى لوبغاړى داوود احمدزى وايي، چې نور علي ځدراڼ او شاه پور ځدراڼ ته ټاکنيزې کمېټې له پخوا چې نوروز منګل يې مشر دى، پلان جوړ کړى و، چې په غوره ليګ کې وانه اخيستل شي.

هغه چې اوس په فرانسه کې د کډوالۍ ژوند تيروي، پژواک اژانس سره په يوه مرکه کې وويل: ((که چېرې نور علي ځدراڼ ښه وځلېږي نو په ملي لوبډله کې ځاى پيدا کوي او بيا د نوروز منګل د ورور احسان جنت ځاى نيسي.))

دى وايي چې له نور علي ځدراڼ سره يې خبرې کړې، هغه هم ورته په ډاګه کړې چې د ټاکنيزې کمېټې له خوا ورته دسيسه جوړه شوې او په دې اړه يې ثبوت هم ترلاسه کړى دى.

د شاه پور په اړه احمدزى وايي چې هغه په هندوستان کې تر درملنې وروسته، کله چې ستون شو، نو ټاکنيزې کمېټې ته يې د خپلې روغتيا راپور او اسناد ورکړل، خو نوروز منګل ورته ويلي چې ته کرکټ نه شې کولى.

د فېسبوک يوه کاروونکي اجمل راحيل ليکلي چې نور علي ځدراڼ بايد پر خپله خبره ودرېږي او له خپل حق څخه دفاع وکړي.

هغه له نورعلي غوښتي چې د کرکټ بورډ د مسوولينو پر تشو ژمنو ونه غولېږي.

محمدعزيز غروال ليکلي: ((تاسې سره جفا شوې  او په دې اړه بايد ولس خبر شي. خو په تاسې ټولو لوبغاړو کې تر ټولو لويه ستونزه داده چې پر حق تل سترګې پټوئ او د ځېنو امتيازاتو په ترلاسه کولو سره تل غلي کېږئ. زه هيله لرم دا ځل داسې ونه شي او تاسې د خپلو حقه حقونو لپاره کلک ودریږئ تر څو بیا تکرار نه شي او بیا د چا حق پایماله نه شي.))

خو نجيب الله خان بيا ليکلي چې شاه پور ځدراڼ اوس پخوانۍ وړتيا نه لري او دا خبره د کرکټ بورډ له فساد سره تړاو نه لري.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي چې دوى د نورو لوبغاړو تر څنګ د نورعلي او شاه پور نومونه هم په پروسه کې شامل کړي وو.

خو هغه پژواک اژانس ته وويل چې له بده مرغه د خرڅ شوو لوبډلو د مسوولينو له خوا دغه لوبغاړي پر امتياز وانه خيستل شول.

د هوتک په وينا، دوى څه موده مخکې ټپي شوي وواو ښيي د لوبډلو مالکانو له همدې امله ددوى له  اخيستلو ډډه کړې.

نوموړي دغه راز وويل، چې د لوبغاړو په اخيستلو کې د لوبډلو روزنکو، مالکانو او نورو مسوولينو  صلاحيت درلود ، د افغانستان کرکټ بورډ کې پکې لاسوهنه نه شو کولى.

 

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.