کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۹۷): ولسي جرګې په لیکلې بڼه د دې جرګې د یو شمېر غړو د غوښتنو په تعقیب د دې جرګې په نننۍ ناسته کې د ډېری غړو په رایه پرېکړه وکړه چې د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي تړون ته دې بیا کتنه وشي.
د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي تړون د ۱۳۹۳ کال د تلې په میاشت کې لاسلیک شو.
ولسمشر محمد اشرف غني د دغه امنیتي تړون د لاسلیک په مراسمو کې ویلي وو چې دغه امنیتي تړون د افغانستان د سولې او ارامۍ او د هغو ګواښونو پر وړاندې د دفاع لپاره چې د ترهګریزو سازمانونو له خوا افغانستان او نړۍ ته متوجه دي لاسلیک شوی دی.
د ولسي جرګې لومړي نایب همایون همایون چې د نننۍ غونډې مشري یې هم پر غاړه وه وویل، د دې جرګې ۲۰ غړو په لیکلې بڼه له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون ته د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.
د هغه په خبره، دغه امنیتي تړون افغانستان ته هېڅ ګته نه ده رسولې.
نوموړی وايي، دغه امنیتي تړون باید عملي او یا لغوه شي.
نوموړي د یادې جرګې د غړو دغه غوښتنه رایو ته وړاندې کړه او اعلان یې وکړ چې د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ۱۵۰ غړي ګډون لري او زیاترو یې د شنو کارتونو په پورته کولو امنیتي تړون ته له بیا کتنې سره موافقه وکړه.
همایون د یادې جرګې د نړیوالو چاور، داخلي امنیت، دفاعي چارو او ځمکنۍ پشپړتیا کمېسیونونو ته دنده ورکړه چې له امریکا سره امنیتي تړون ته دې بیا کتنه وشي او له خبرو وروسته دې د دایمي کمېسیونو په عمومي غونډه کې وړاندې شي.
هغه وویل، د امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو مرګ ژوبله زیاته شوې او د دغه وضعیت دوام افغانانو ته د منلو وړ نه دی.
د افغانستان د اساسي قانون د ۹۰یمې مادې په پنځمه فقره کې راغلي: ((د نړیوالو تړونونو او معاهداتو تصدیق او لغوه کول د ملي شورا د مسوولیتونو یوه برخه ده.))
له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون ته د بیا کتنې پرکړه په داسې حال کې کېږي چې د روانې اوونۍ په جریان کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یو شمېر غړو په دې برخه کې د بیا کتنې غوښتنه کړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن