ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سرپل کې اوو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په سرپل کې اوو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
12 Sep 2018 - 16:46
په سرپل کې اوو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
12 Sep 2018 - 16:46

سرپل- چاريکار (پژواک، ٢١ وږی ٩٧): چارواکي وايي چې په سرپل ولایت کې د یوه هوایي برید له امله اوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، بلخوا په پروان ولایت کې درې کسان د کرولا موټر د غلا په تور نیول شوي دي.

د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي چې د سرپل د مرکز په بغاوي افغانیه سیمه کې د ملي اردو په یوه هوايي برید کې څلور وسله وال طالبانو وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د یادې سیمې یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي هم دغه خبر تایید کړ.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پروان د امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې د دغه ولایت د لويې لارې پولیسو نن سهار د جبل سراج ولسوالۍ په جوی بخشي سیمه کې درې کسان د یو کرولا موټر په غلا کې د لاس درلودلو په شک له دوه میله تومانچو او یوې مخابرې سره نیولي دي.

سرچینې لیکلي چې دغه درې کسان چې د بغلان او پنجشېر ولایتونو اوسېدونکي دي داسې مهال نیول شوي چې یاد موټر یې د هېواد شمال ته لېږدولو.

په خبرپاڼه کې راغلي، یاد موټر د کابل ولایت له اوولسمې امنیتي حوزې څخه غلا شوی و.

سرچینې لیکلي، پولیسو غلا شوی موټر خپل اصلي څښتن محمد فاروق ته چې د پروان ولایت د مرکز  تتمدرې اوسېدونکی دي سپارلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.