ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې ۱۹ طالبان وژل شوي

په لوګر کې ۱۹ طالبان وژل شوي

author avatar
12 Sep 2018 - 13:41
په لوګر کې ۱۹ طالبان وژل شوي
author avatar
12 Sep 2018 - 13:41

پل علم- ښرنه (پژواک، ٢١ وږى ٩٧): امنيتي چارواکي وايي چې په لوګر کې ١٩ وسله وال طالبان وژل شوي دي، بلخوا په پکتيکا کې له چاودېدونکو توکو ډک يو موټر نيول شوى دى.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له پرون راهيسې امنيتي ځواکونو په مرکز پل علم، څرخ، بره کي برک او ازرې ولسواليو کې د طالبانو پر وړاندې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ١٩ وسله وال طالبان وژل شوي، دوه ټپيان شوي او شپږ نور يې ژوندي نيول شوي دي.

د احمدزي په وينا، د همدې جګړو په ترڅ کې يوه نجلۍ وژل شوې او يو سيمه ييز پوليس او دوه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په پکتيکا کې د ملي امنيت ځواکونو له لوري له چاودېدونکو توکو ډک يو موټر نيول شوى دى.

د اړوندې موضوع په اړه د ملي امنيت له لوري د وږي په ٢١مه پژواک ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو ٦٢ بورۍ امونيم نايټرېټ چې په يو هېنو موټر کې بار وو، د اورګون ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف او ترلاسه کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه توکي يې له وزيرستانه راوړي وو او غوښتل يې غزني ښار ته يې انتقال کړي.

سرچينه وايي چې د دې توکو د انتقال په تور د حقاني شبکې دوه غړي هر يو روف ګل او عبدالرحمن هم نيول شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.