هرات (پژواک، ٢١ وږی ٩٧): د هرات امنیتي چارواکو په دغه ولایت کې د شپږو امنیتي سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د هرات د والي ویاند عبدالاحد ولي زاده نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو تېره ورځ د هرات د پښتون زرغون او اوبې ولسوالیو په دشت نیزان، دشت بالا او دو جوی سیمو کې د سیمه ییزو پولیسو پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي دي.
د ولي زاده په خبر، په دې جګړه کې درې ملي او درې سیمه ییز پولیس وژل شوي او یو ملي پولیس ټپي دی.
د هرات د پولیسو ویاند دغه راز ادعا کړې چې په دې جګړه کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړه چې په وژل شوو کې د طالبانو درې قوماندانان هم شامل دي.
یادې امنیتي سرچینې په ډاګه کړه چې سیمې ته مرستندوی ځواکونه رسېدلي او طالبانو سیمه پرېيښې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن