د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندوز کې ښځې د نا امنیو له امله نه شي کولای په ټاکنو کې ګډون وکړي

ښځې

آرشيف

فيچرونه

آرشيف

په کندوز کې ښځې د نا امنیو له امله نه شي کولای په ټاکنو کې ګډون وکړي

Sep 12, 2018 - 14:38

کندوز ښار (پژواک، ٢١ وږى ٩٧): په کندوز کې يو شمېر ښځې وايي چې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى، که چېرې د ښه والي لپاره يې پوځي عمليات ونه شي نو ښځې به ونه شي کولاى په ټاکنو کې په پراخه کچه ونډه واخلي.

د دوى په وينا، د کندوز پر ډېرو سیمو طالبان واکمن دي او په دشت ارچي او قلعه ذال ولسواليو کې يې هم تحرکات ډېر شوي چې له امله يې امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى.

د کندوز ولايتي شورا غړې فوزيه يفتلي د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په کندوز ښار او ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه ډېر شوي او تر څنګ يې د جنايي جرمونو کچه هم لوړه شوې ده.

دې زياته کړه: ((امنيتي وضعيت ډېر خراب دى، په ډېرو سيمو کې طالبان حاکميت لري، که حالات همدغه شان دوام وکړي، په ټاکنو کې به د ښځو ونډه ډېره کمه وي.))

دغه راز په کندوز کې د مدنې ټولنې غړې شيما حسيني پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د نا امنۍ له امله د ټاکنو ملي پروسه به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

هغې وويل: ((دلته د طالبانو تر څنګ مافيا، جهادي او سيمه ييز قدرتونه له دې پروسې د ځان په ګټه استفاده کوي، دوى به نا امني نوره هم ډېره کړي څو خپلو موخو ته ورسېږي او په نا امنۍ کې بيا کله ښځې کولاى شي چې رايه ورکړي، کمپاين وکړي او يا هم د ټاکنو اړوند نورو برنامو کې برخه واخلي.))

همدارنګه د مدني ټولنې بلې غړې بصيرې پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت ډېر خراب دى او ښځې نه شي کولاى په دې داسې حالاتو کې په ټاکنو کې برخه واخلي.

 

دې ټينګار وکړ چې حکومت بايد د نوماندو ښځو او رايه ورکوونکو ښځو د امنيت د تامين لپاره اړين تدابير ونيسي.

 

په دې اړه د قلعه ذال اوسېدونکې نازيې پژواک ته وويل چې امنيتي ارګانونه په دې ولسوالۍ کې د امنيت د تامين لپاره هېڅ ډول پلان نه لري.

دې زياته کړه: ((اوس خلک له کوره بيرون نه شي وتلى، د ټاکنو په ورځ خو هېڅ امکان نه لري چې ښځې د رايو مرکزونو ته ولاړې شي او رايه ورکړي.))

دغه راز په کندوز ښار کې د ښځو د حقوقي برخې يوې فعالې ناجيې پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې دومره ډېرې دي چې فکر نه کوي ښځې وکولاى شي په ټاکنو کې برخه واخلي او يا هم کانديدې ښځې کمپاين وکړي.

دې هم وويل، د دغه ولايت ډېره برخه له طالبانو سره ده چې د ټاکنو ترسره کول په کې ستونزمن کار دى.

دغه راز د کندوز ښار د دورې سر سيمې اوسېدونکې ٤٥ کلنې نګينې پژواک ته وويل: ((ما پرې خپلې تذکرې سټېکر هم لګولى خو په دې مطمينه نه يمه چې رايه دې ورکړم؛ ځکه امنيت خراب دى، خپلې کورنۍ او ځان ته جنجال نه جوړوم.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

په دې اړه د کندوز د ټاکنو کمېسيون رييس رسول عمر پژواک ته وويل، سره له دې چې امنيتي ستونزې ډېرې دي خو د ټاکنو ترسره کېدو لپاره يې تدابير نيولي دي.

عمر وايي: ((د امنيتي وضعيت په اړه اندېښمن يو، خو موږ سره سيمه ييزو مسوولينو وعده کړې، په هغو مراکزو کې چې نوم ليکنه شوې، د ټاکنو په ورځ به يې امنيت هم تامين وي.))

د هغه په وينا، يو ځل بيا به له امنيتي چارواکو سره خبرې وکړي څو د ټاکنو په پروسه کې د ښځو د امنيت د تامين لپاره ځانګړې پاملرنه وکړي.

په دې اړه د کندوز د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل صفي الله محزون پژواک ته وويل چې د ټاکنو پروسې د امنيت د تامين لپاره اړين تدابير نيول شوي دي.

ده وويل: ((د ټاکنو په ورځ به په هغو سيمو کې ډېر سرتېري وګومارل شي چې امنيتي وضعيت يې د اندېښنې وړ دى.))

محزون خلکو ته ډاډ ورکړ چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره دوى اړينې هلې ځلې کوي.

کندوز کې د ولسي جرګې لپاره د ١٦ ښځو په ګډون ٨٨ کسانو ځانونه نوماند کړي دي.

له دغه ولايت څخه په راتلونکو ټاکنو کې د رايې ورکونې لپاره ١٥٠زره کسانو نوم ليکنه کړې چې ٣٠ زره يې ښځې دي.

د يادونې ده، د ولسي جرګې ټاکنيز کمپاين د تلې مياشتې په شپږمه پيلېږي او د همدې مياشتې په ٢٥مه پاې ته رسېږي.

ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې مياشتې په ٢٨مه نېټه ترسره شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement