ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې يوغړى چې پر بايسکل جرګې ته راځي: نه غواړم  نور د خلکو مزاحم شم

د ولسي جرګې يوغړى چې پر بايسکل جرګې ته راځي: نه غواړم نور د خلکو مزاحم شم

author avatar
12 Sep 2018 - 18:36
د ولسي جرګې يوغړى چې پر بايسکل جرګې ته راځي: نه غواړم  نور د خلکو مزاحم شم
author avatar
12 Sep 2018 - 18:36

 کابل (پژواک،۲۱وږی ۹۷): د ولسي جرګې يو غړى چې شاوخوا اووه کال په لوړ ماډل موټرو کې جرګې ته راته، په دې وروستيو کې پر بايسکل راځي او وايي په دې موخه يې دا تصميم ونيوه چې د کابل ښاريانو مزاحم نه شي.

 په ولسي جرګه کې د بادغيس د خلکو استازي سید محمد موسی جناب چې نن سهار دغې جرګې ته پر بایسکل راغی پژواک ته وویل، په ملي شورا کې د خلکو له استازو غواړي چې د نوموړي له نوښت څخه کار واخلي تر څو د عادي کسانو په ډول په ښار کې د خلکو لپاره مزاحمت ونه کړي.

 هغه زیاته کړه: ((زه ډېر موټر لرم، ځینې وخت شورا ته په ټکسي کې راغلی یم خو تل مې په خپله موټرواني کړې او په کابل کې هېڅ ساتونکی نه لرم، حتی په کابل کې زما په کور کې ساتونکی نشته او زما هغه ساتونکي چې دولت راکړي په بادغيس کې دي ځکه په بادغيس کې امنیتي ستونزې موجودې دي.))

 هغه د امنیتي ګواښونو په اړه وویل: (( کله چې الله زموږ روح وانه خلي نور څوک مو روح نه شي اخیستلی... د دښمنانو لپاره ملکي وګړي او وکیلان هېڅ فرق نه لري، د افغانستان دښمنان هڅه کوي چې افغانان په نښه کړي.))

 نوموړی چې د روان کال د تلې د ۲۸ مې په ټاکنو کې د ولسي جرګې لپاره کاندید دی، دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا ولسي جرګې ته پر بایسکل د راتلو موخه کې ټاکنیزه مبارزه نه ده وویل چې دى مبارزې ته اړتیا نه لري او دغه نوښت یې هم کمپاین نه دی، ځکه دی په بادغيس کې په یوه روحاني کورنۍ پورې تړاو لري او زیاتره کسان د ده لپاره کمپاین کوي.

 هغه زیاته کړه: ((موخه مې داده چې هغه وکیلان چې په څو موټرو کې راځي او د خلکو د ځورونې لامل کېږي له دې حرکت څخه د ورورۍ یوه الګو وکرځي او له څو موټره ساتونکو سره د تګ څخه لاس واخلي، د وکیلانو موټر تل په ښار کې د خلکو د ځورونې لامل شوي دي.))

 د یادونې ده چې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی رمضان بشردوست هم له ساتونکو پرته په یوه سوزکي موټر کې چې د افغانستان په بیرغ رنګ شوی په کابل کې تګ راتګ کوي، خو د جرګې نور غړي له ځان سره ساتونکي لري او یو شمېر وکیلان له څو تعقیبي موټرو سره تګ راتګ کوي.

 د یادونې ده چې په ۱۳۸۸ کال کې د ولسمشریزو ټاکنو یو کاندید سنګین محمد رحماني لکه د عادي کسانو غوندې له ساتونکو پرته پر بایسکل په کابل ښار کې ګرځېده او تبلیغاتي پاڼې یې خپله نصب او وېشلې. رحماني په دې ټاکنو کې د کمو رایو په اخیستو ناکام شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.