ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان په خماب ولسوالۍ کې درې اوزبکستانیان وژل شوي

د جوزجان په خماب ولسوالۍ کې درې اوزبکستانیان وژل شوي

author avatar
13 Sep 2018 - 16:12
د جوزجان په خماب ولسوالۍ کې درې اوزبکستانیان وژل شوي
author avatar
13 Sep 2018 - 16:12

شبرغان (پژواک، ٢٢ وږی ٩٧): تېره شپه د جوزجان په خماب ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره د جګړې پر مهال درې ازبکستانيان وژل شوي دي.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالحفیظ خاشي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دولت وسله والو مخالفینو تېره شپه د خماب ولسوالۍ پر امنیې قوماندانۍ ډله ییز برید پيل کړ چې له دوه ساعته جګړې وروسته درې ازبکستاني طالبان وژل شوي او د یادې ډلې لس نور کسان ټپیان دي.

هغه زیاته کړه، په دې جګړه کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د سیمې امنیت اوس خوندي دی.

هغه زیاته کړه، په خماب ولسوالۍ کې مېشت امنیتي ځواکونه له څو ورځو راهیسې اکمال شوي او پلان لري چې له لاسه وتلې سیمې بېرته له طالبانو ونیسي.

خاشي وویل، نن هم یادې ولسوالۍ ته نظامي مهمات او اعاشوي مواد ولېږل شول چې په دې ولسوالۍ کې مېشت ځواکونه وکولای شي د وسله والو مخالفینو د حرکتونو مخه ونیسي.

په ورته وخت کې د خماب ولسوالۍ اوسېدونکي سخیداد پژواک ته وویل، په ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت تر اوسه نه دی عادي شوی.

د هغه په خبره، دواړه کوري په سنګر کې پراته دي او د ولسوالۍ مرکز د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، د خماب ولسوالۍ په ښار او کوڅو کې د دغې ډلې کسان ډېر تر سترګو کېږي.

هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ له مرکز څخه یو کیلو متر لرې په امنیه قوماندانۍ کې مېشت دي او نېږې له څلورو لوریو د طالبانو لخوا کلابند دي.

هغه روښانه کړه چې هر شېبه د دواړو لورو تر منځ خال خال ډزې تبادله کېږي، خو تېره شپه د امنیې قوماندانۍ په شاوخوا سخته جګړه روانه وه.

سخیداد وویل، د بد امنیتي وضعیت له امله په کوڅو کې کم خلک لیدل کېږي او د ولسوالۍ په بازار کې دوکانونه هم تړلي دي.

طالبانو د یادې جکړې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د خماب ولسوالي درې ورځې مخکې له څلورویشت ساعته جګړې وروسته طالبانو ونیوله چې د بیا نیولو لپاره یې دولت اقدام نه دی کړی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.