ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو یو کلینیک ویجاړ کړی

د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو یو کلینیک ویجاړ کړی

author avatar
13 Sep 2018 - 16:24
د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو یو کلینیک ویجاړ کړی
author avatar
13 Sep 2018 - 16:24

جلال اباد (پژواک،  ۲۲ وږی ۹۷): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، دولتي ځواکونو د دغه ولايت خوږياڼو ولسوالۍ کې يو روغتيايي کلينيک په راکټونو ويشتلی او ړنګ کړی یې دی.

دوی وايي، په یاد روغتیايي مرکز کې هره مياشت له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ ناروغانو درملنه کېده او يو فعال کلينيک و.

امنيتي چارواکي بيا وایي چې عمليات پر يو غير فعال کلينيک ترسره شوي او له همدغه ځايه په جلال اباد ښار کې د يو شمېر بريدونو پلانونه هم جوړېدل.

د ننګرهار د ملي امنيت له رياسته پرون په يوه خپره شوې اعلاميه کې راغلي وو چې د نکړخېلو سيمه کې يې د عملياتو پر مهال د بريدونو پلان جوړونې مرکز له منځه وړی او مالي مسوول يې ور وژلی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې عملياتو کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان قاري شکور د ډلې مالي مسوول شمع خان هم وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې دا هم راغلي، د عملياتو پر مهال پنځه د ځانمرګو بريدونو واسکټونه، یو راکټ انداز، یوه پیکا، یو زیکو یو، دو کلاشینکوفونه، پنځلس د راکټ مرمۍ او نور چاودېدونکي  توکي له منځه وړل شوي.

خو د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د ولسواليو د روغتيايي خدماتو مسوول ډاکتر شفيق الله شفق پژواک اژانس ته وويل چې دوه شپې وړاندې د خوږياڼو په نکړخېلو سيمه کې دولتي ځواکونو د دوی يو روغتيايي مرکز په نښه کړی دی.

دی وايي، دغه روغتيايي مرکز چې د خوږياڼو او شېرزادو ولسواليو د ګڼ شمېر کلو سلګونه کورنيو ته يې روغتيايي خدمات وړاندې کول چې د عملياتو پر مهال يې ۹۵ سلنه وسايل او ودانۍ له منځه وړل شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه روغتيايي کلينيک د يو ډاکتر او يوې قابلې په ګډون ۹ روغتيايي پرسونل درلودل او تر څنګ يې نورې يوولس روغتيايي پوستې هم درلودې.

دی زياتوي چې ياد مرکز هره مياشت په اوسط ډول له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ ناروغان کتل او دغه راز يې د بېړنيو پېښو پر مهال هم روغتيايي خدمات وړاندې کول.

د هغه په وينا، کلينيک په يو دولتي تعمير کې جوړ شوی او د عملياتو تر ورځې فعال و.

ډاکتر شفق دا هم وويل چې عمليات کوونکي ځواکونه لومړی کلینيک ته ننوتلي، هغه يې په بېلچو او کولنګونو ړنګ کړی او وروسته يې په راکټونو هم ويشتلی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.