ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال رازق: له امریکا سره د امنیتي تړون پر ضد دریځ د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي

جنرال رازق: له امریکا سره د امنیتي تړون پر ضد دریځ د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي

author avatar
13 Sep 2018 - 15:33
جنرال رازق: له امریکا سره د امنیتي تړون پر ضد دریځ د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي
author avatar
13 Sep 2018 - 15:33

کندهار (پژواک، ۲۲ وږی ۹۷): د کندهار امنیه قوماندان وايي چې له امریکا سره د امنیتي تړون پر ضد دریځ نیول د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي، بلکې د یو شمېر خلکو او ډلو له فردي او ګوندي ګټو سرچینه اخلي.

جنرال عبدالرازق دغه څرګندونې له هغه وروسته کوي چې ولسي جرګې  تېره ورځ (د وږي په ۲۱مه) د امنیتي وضعیت په اړه له اندېښنې ښودلو وروسته پرېکړه وکړه چې له امریکا سره امنیتي سند به له سره ارزوي.

وکیلانو ویل چې تر اوسه یې د دغه تړون هېڅ ګټې نه دي لیدلې او د دوی په باور امنیتي وضعیت ورځ تر بلې پېچلی کېږي.

دغه راز ددې امنيتي سند کلک پلوي سياسي مشر صبغت الله مجددي له يو شمېر نورو سياسي مشرانو سره پرون ددې سند مخالفت وکړ او د بيا ارزونې غوښتنه يې وکړه.

جنرال عبدالرازق وايي، له امریکا سره د امنیتي تړون په تړاو د ولسي جرګې د ځينو غړو او يو شمېر نورو سياسيونو دغه راز څرګندونې د افغانستان د خلکو نمایندګي نه کوي، بلکې د هغوی د فردي او ګوندي ګټو لپاره شوي دي.

هغه تور ولګاوه چې له دغې ډلې ډېرو یې تر پرونه د امريکا او د هغو له پاليسيو ملاتړ کاوه، ځکه په دې کار کې یې ګټې خوندي وې، خو نن چې یې ګټې په خطر کې دي نو متضاد دریځ نیسي.

نوموړي یادونه وکړه چې ډېر شمېر دغه کسان د ۹۰یمې لسیزې کورنۍ جګړې اصلي عاملان وو او هغه مهال یې د امریکا او پاکستان په غوښتنه کابل په کنډوالو بدل کړ.

دی وايي، وروسته همدا کسان او ډلې په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې د امریکايي ساتونکو په مرسته کابل ته راغلل او دلته یې د خپلو شخصي او ګوندي ګټو په خاطر د امریکا له هرې پالیسۍ ملاتړ کاوه.

امنیه قوماندان زیاتوي، نن چې د افغانستان او امریکا اړیکې پياوړې شوي، پر پاکستان او متحدینو د امریکا فشارونه ډېر شوي او پر اوږدمهالو پلانونو او لویو پروژې بنسټيز کارونه پيل شوي، دغه اشخاص او ډلې له امریکا سره د شوي تړون او له افغانستان سره د ګډ کار مخالفت کوي.

د ده په خبره، هغوی ځکه داسې کوي چې نن یې د هغو هېوادونو له هغو سفارتونو سره اړیکې جوړې کړي چې د افغانستان او امریکا د ملګرتیا خلاف دي.

نوموړي وویل، د افغانستان خلک له دغو سیاسیونو غوښتنه لري څو د هغو هېوادونو پر ضد غږ پورته کړي چې د هېواد ګټې یې په خطر کې اچولي او له نړیوال تروریزم څخه ملاتړ کوي.

دی وايي، په روانو شرایطو کې اړتیا لیدل کېږي چې زموږ پخواني او اوسني واکداران، سیاسیون، او د پارلمان غړي د شخصي، ډله ییزو او ګوندیزو اجنډاوو پر ځای ملي اجنډاوو او د ولس اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.