ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان د عامې روغتیا ریاست اړوند ٦٠ زرنج امبولانسونه له استفادې مخکې پرزه شوي

د اروزګان د عامې روغتیا ریاست اړوند ٦٠ زرنج امبولانسونه له استفادې مخکې پرزه شوي

author avatar
13 Sep 2018 - 17:14
د اروزګان د عامې روغتیا ریاست اړوند ٦٠ زرنج امبولانسونه له استفادې مخکې پرزه شوي
author avatar
13 Sep 2018 - 17:14

ترینکوټ (پژواک، ۲۲ وږی ۹۷): د اروزګان د عامې روغتيا له رياست سره مرسته شوي لسګونه زرنج امبولانسونه له کارولو مخکې کباړ او پرزه شوي دي.

شاوخوا يو کال مخکې د اروزګان د عامي روغتیا له رياست سره د ملګرو ملتونو د يونېسیف ادارې ۶۰ زرنج امبولانسونه مرسته شوې وه، خو تر کارولو مخکې کباړ او پرزې يې ترې پټې شوې دي.

ټاکل شوې وه له دغو زرنج امبولانسونو د ولايت په مرکز ترينکوټ ښار او شپږو ولسواليو کې استفاده وشي، خو تر اوسه د عامې روغتيا رياست کې ولاړ دي.

له چورې ولسوالۍ د ولايت مرکزي روغتون ته راغلی د پاخه عمر لرونکي د ښځینه ناروغ پايواز محمد عوض پژواک اژانس ته وویل چې روغتیايي مرکزونو ته په شخصي زرنجونو کې له ستونزو سره ځي.

هغه زياته کړه، روغتیايي مسوولینو د دوی د انتقال لپاره هېڅ ډول اسانتیاوي نه دي رامنځته کړې او نه هم د هغوی د لېږد لپاره يې وسایط په واک کې ورکړي.

د مرکز ترینکوټ يوه بل اوسېدونکي محمد عیسی پژواک ته وویل، روغتیايي مرکزونو ته په ډېرو ستونزو ناروغان راځي او هغه ميندې چې پر ماشومان ناروغې وي، له ګڼو ستونزو سره هم مخ وي.

د نوموړي په وينا، دا ډېرې اندېښنې ځاى دى چې د عامې روغتيا په رياست کې اوس هم لسګونه زرنج امبولاسونه ولاړ دي، کباړ شي، خو چا ته يې ګټه ونه رسېږي.

محمد عيسی وايي، که دغه لسګونه امبولانسونه ونه وېشل شي، نو پاتې نور به يې هم نارکاره شي.

د اروزګان د عامې روغتيا رياست مسوولین هم مني چې دغلته له مرسته شوو ۶۰ زرنج امبولانسونو څخه ټول ولاړ دي او له تېر يوه کال راهیسې نه دي وېشل شوي.

د عامې روغتیا رییس ډاکتر خان اغا میاخېل پژواک ته وویل چې تخنیکي او نورې ستونزې د دې لامل شوې چې د ناروغانو د انتقال لپاره دغه زرنج وسایط تر دې دمه ونه وېشل شي.

هغه وایې، دوی څو ځلې له ولایت مقام او نورو ادارو غوښتي چې باید د دغو وسایطو د وېش امر ورکړل شي، خو لاهم هغوی په دې برخه کې اقدام نه دى کړی.

د اروزګان د عامي روغتیا رييس مني چې له تېر یوه کال راهیسې د دوی په ریاست کې د ولاړو زرنج موټرو وسايل هم غلو هم وړي، خو په وینا یې د هغوی د ساتنې او مراقبت لپاره یې اوس تازه څو کسان پر دندو ګومارلي.

میاخېل وويل، دغه نقلیه وسایط د يونېسيف ادارې له خوا د ولایت د ټولو روغتیايي مرکزونو ته له نږدې د عاجلو ناروغانو د انتقال لپاره مرسته شوې وه، خو په وینا يې تر دې دمه ناروغانو ترې ګټه نه ده اخيستې.

هغه ګواښ کوي که ژر تر ژره دغه وسایط پر روغتیایي مرکزونو ونه وېشل شي نو ټول به له کاره ولوېږي.

د عامې روغتيا رييس وويل، پلان لري چې ډېر ژر د ۶۰ زرنجو له جملې ۱۰ په مرکز ترینکوټ کې د ناروغانو د انتقال لپاره ووېشل شي خو د پاتې ۵۰ نورو برخلیک تر اوسه معلوم نه دی.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ولایت مقام نظر هم واخلي خو بریالی نه شو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.