ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لسو قومونو په برېښنايي تذکرو کې د خپل قوم  د نوم ليکلو غوښتنه وکړه

لسو قومونو په برېښنايي تذکرو کې د خپل قوم د نوم ليکلو غوښتنه وکړه

author avatar
13 Sep 2018 - 17:23
لسو قومونو په برېښنايي تذکرو کې د خپل قوم  د نوم ليکلو غوښتنه وکړه
author avatar
13 Sep 2018 - 17:23

کابل (پژواک، ٢۲ وږى  ٩٧) :  د " همسو " په نامه د لسو قومونو د انسجام ټولنې په برېښنايي تذکرو کې د اړونده قوم د نوم  ليکلو غوښتنه وکړه.

د يادې ټولنې مشر سيد محمد علي جاوېد چې د حزب حرکت اسلامي مشر هم دى، د وږي په ٢٣مه، په يوه خبري غونډه کې وويل چې قوميت په اسلام اونړۍ کې په رسميت پېژندل شوى دى.

هغه زياته کړه : (( موږ لس قومونه ددې لپاره راټول شوي يوچې په برېښنايي تذکرو کې بايد زموږ هويت وليکل شي، زه له نيکه نيکه سادات يم، که چېرته ځانته ګوجر، هزاره ، تاجک يا پښتون وليکم، دا د ما لپاره توهين دى .))

نوموړي د نفوسو د احوال د ثبت اداره تورنه کړه چې ددوى د غوښتنو لپاره اصولي ځواب نه لري چې ولې دغه قومونه  نه ليکي.

جاوېد وويل، تر اوسه دوى ته قناعت ورکوونکى ځواب نه دى ورکړل شوى چې ولې ددوى قومونه نه ليکل کېـږي.

د هغه په وينا، پخوا يې په تذکرو کې قوم ليکل کېده ، خو اوس نه کېږي، سره له دې چې په اساسي قانون کې د ١٤  قومونو او  نور اقوام راغلي دوى هم حق لري چې نوم يې وليکل شي.

دى وايي : (( دا کوم امتياز نه دى، بايد حق راکړل شي. ))

هغه ګواښ وکړ چې که يې غوښتنې ونه منل شي، نو سفارتونو او ملګرو ملتونو ته به عارض شي او که بيا هم ونه شو، پر مدني سرغړونو به لاس پورې کړي.

د قرلق د ټولنيزې شورا مرستيال عبدالشکور قرلق ، وويل چې ددوى په تذکرو کې پخوا هم قوم ليکل کېده، خو اوس يې نه ليکي.

د ده په وينا، هغوى غواړي چې ددوى هويت له منځه يوسي.

نوموړي ادعا کړه چې د نورو قومونو په څېر قرلق په اتو ولايتونو کې استوګن دي او لسګونه زره خلک لري.

وروسته د يادې ټولنې له خوا يو پرېکړه ليک ولوستل شو چې په کې راغلي، په هېواد کې بايد ټولو قومونو ته د هغوى حقوق ورکړل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.