ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: په سيمه کې ځينې کړۍ له نړیوالو سره زموږ اړیکې شلول غواړي

ولسمشر غني: په سيمه کې ځينې کړۍ له نړیوالو سره زموږ اړیکې شلول غواړي

author avatar
13 Sep 2018 - 16:19
ولسمشر غني: په سيمه کې ځينې کړۍ له نړیوالو سره زموږ اړیکې شلول غواړي
author avatar
13 Sep 2018 - 16:19

کابل (پژواک، ٢٢ وږى ٩٧): ولسمشر اشرف غني وايي، په سیمه کې ځینې کړۍ غواړي چې د افغانستان نړيوالې اړیکې له منځه یوسي، هغه څه چې په عقل او قربانۍ ترلاسه شوي، ولې په احساساتو له لاسه ورکړل شي.

ولسمش اشرف غني دغه څرګندونې د وږي په ٢٢مه، په ارګ کې د شهديانو اوونۍ د نمانځنې په مراسمو کې وکړې او  ويې ويل چې جهاد او شهادت د افغانانو له ګډو ویاړونو دي.

هغه په پیل کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او په ټول هېواد کې د وروستيو ترهګريزو پېښو او نورو ټولو قربانيانو روح ته دعا وکړه او د شهیدانو اوونۍ او د محرم میاشتې د را رسېدو له امله یې د افغانستان عظیم او مسلمان ولس ته تسلیت ووایه.

ولسمشر غني د شهیدانو اوونۍ په مناسبت وړاندیز وکړ چې د دغه بحث لپاره نوې لیدلوري ته اړتیا لري، اصلي مسئله دا ده چې د ټولنې او هېواد د ثبات لپاره ټولنیز تړون مهمه وسیله ده.

هغه زياته کړه: ((په نورو هېوادونو کې پر ټولنیز قرارداد اجماع د دې لامل شوې چې په پرمختللو هېوادونو کې له تورې ورځې وروسته ثبات رامنځته شوی؛ په دې معنا چې د دغو هېوادونو خلک د ټولنیز قرارداد له طریقه د عدالت او ترحم په منځ کې انډول رامنځته کړی. هغه زیاته کړه، که چېرې دغه توازن ته ونه رسېږو، زموږ دردونه به درمل نه شي.))

ولسمشر غني دې ته په اشارې چې درد عام دی او چاره یې هم عامه ده، زیاته کړه، په هېواد کې هر فرد دا فکر کوي چې مظلوم دی او د نورو په پرتله زیات ظلم پرې شوی.

هغه څرګنده کړه،  دغه راز هر فرد فکر کوي چې د افغانستان په مقدس جهاد کې یې ونډه زیاته ده، نو اړتیا ده داسې حل لاره پیدا کړو چې غمونه مشترک شي نه انحصاري.

ولسمشر وويل: ((راځئ چې ومنو او په ګډه دې اجماع ته ورسېږو چې جهاد او شهادت زموږ ګډ ویاړونه دي او ټول په یو غږ ومنو چې په دغه ویاړ کې زموږ ستر ولس ونډه لرله.))

هغه د کابل په لوېدیځ کې وروستيو تروریستي پېښو ته په اشارې وویل، د جعفري فقهې هر پیرو او هر اهل تشیع د دغه ولس ویاړ دی.  افغانان د ملي یووالي بېلګه دي، هره ژبه مو ویاړ ده، د افغانستان هر قوم ستر تاریخ لري، هر ولایت مو د دولت یا امپراتورۍ هسته ده.

نوموړي ټینګار وکړ، د افغانستان دښمنان دې په واضح ډول پوه شي چې دا ملت نه شي محوه کولی او هر څوک چې د دغه ملت د له منځه وړو خیال لري، قبر یې د دغه هېواد په غرونو او دروکې دی.

ولسمشر پر دې په ټینګار چې زیانمنې شوې سیمې مشخصې او بیارغونه یې خپل مسوولیت وګڼل شي، وویل، په هوایي ډزو، په سړکونو، لارو او کوڅو کې د شور او غوغا په جوړولو سره نه یواځې دا چې د شهیدانو، معلولینو او ټپیانو  په وړاندې مسوولیت او پور نه ادا کېږي، بلکې په دغه ډول اعمالو سره هېوادوال په تکلیفېږي او د ملت د شهیدانو ارمانونو ته سپکاوی کېږي.

غني زیاته کړه: ((زموږ د شهیدانو او احمدشاه مسعود شخصیتونه تر هغې لوړ دي چې موږ یې په اړه منفي چلند ولرو. دا باید روښانه کړو چې د عادلانه نظام له جوړولو پرته عدالت نه تامینېږي او عادلانه نظام پر بهرنیو مرستو نه، بلکې زموږ پر خپلو پیاوړو مټو جوړېږي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.