ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټیفا: د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو ترسره کولو لپاره اړین چمتووالی نه لري

ټیفا: د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو ترسره کولو لپاره اړین چمتووالی نه لري

author avatar
13 Sep 2018 - 19:44
ټیفا: د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو ترسره کولو لپاره اړین چمتووالی نه لري
author avatar
13 Sep 2018 - 19:44

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۹۷): د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ د ټاکنو پر وړاندې امنیتي ستونزې تر ټولو سترې ننګونې بولي او وایي چې د ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګې ټاکنو ترسره کولو لپاره اړین تخنیکي او عملیاتي چمتووالی نه لري.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده، نن د ((رڼو ټاکنو)) تر نوم لاندې غونډه کې وویل چې ټاکنو ته ۳۶ ورځې پاتې دي؛ خو کمېسیون تر اوسه هیڅ چمتووالی نه لري او ښایي ټاکنې پر خپل وخت تر سره نه شي.

د ټاکنیز مهالوېش له مخې چې د ټاکنو کمېسیون له لوري خپور شوی دی، د روان کال د تلې ۲۸مه یې د ولسي جرګې ټاکنو ترسره کولو لپاره ټاکلې ده.

ایوب زاده زیاته کړه: ((بې امنیتي د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه بلل شوې ده او له بده مرغه د افغانستان په کچه وروستیو امنیتي پېښو، دا اندېښنه زیاته کړې ده.))

هغه زیاته کړه، امنیتي ارګانونو د ټاکنو پر ورځ د امنیت خوندیتوب، د رایو ورکولو مرکزونو ته د حساس او غیر حساسو توکو لېږد د ټاکنو خپلواک کمېسیون  او ولس ته ډاډ ورکړی؛ خو د کابل، ننګرهار او بلخ په څېر ولایتونو کې د امنیتي وضعیت خرابېدل، په دې ډاډ خلک بې باوره کړي دي.

هغه په ډاګه کړه چې د امنیتي وضعیت ترڅنګ حاکمه سیاسي فضا او په دې وروستیو کې د سیاسي ګوندونو دریځ وضعیت لا پسې خرابه کړی او د هغوی د وړاندیزونو نه منل کېدو له امله د ګوندونو نه قناعت، وضعیت نور هم بدتره کړی دی.

ایوب زاده ادعا وکړه چې د ټاکنو کمېسیون عملیاتي او تخنیکي چارې له ټاکنیز مهالوېش سره سمې عملي شوې نه دي او کمېسیون په ډېرو مواردو کې له دې مهالوېش څخه وروسته پاتې دی چې له یو لوري یې قانون تر پښو لاندې کړی او له بل اړخه یې د ټاکنو ځنډېدو په اړه اندېښنې راټوکولې دي.

د هغه په خبره، د ټاکنو کمېسیون د غړو او دارالانشاء ترمنځ جدي اختلافات، د روڼتیا تعریف شوي میکانیزم نه موجودیت، پر جعلي تذکرو د سټیکر نښلولو ارزونې کمېټې د کار نه مشخصتوب، د ټاکنیز مهالوېش پربنسټ د رایه ورکوونکو د نوملړ نه خپرېدا، د ولایتونو په کچه د سیمه ییزو زورواکو اغېزمنتوب، په ډېری ولایتونو کې د خیالي مرکزونو موجودیت چې هلته د مرکزونو پرانیستل امکان نه لري، د ښځینه کارکوونکو کمښت  او د نوم لیکنې پروسه کې د پراخو درغلیو په تړاو د سیاسي ګوندونو ادعاوې هغه ستونزې دي چې ټاکنیز وضعیت یې ګډوډ کړی دی.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (ټیفا)  د دې وضعیت دوام او په ټاکنیزو مسایلو کې بې نظمي د دې بهیر په زیان بولي  او د  روان وضعیت ښه توب لپاره وړاندیز کوي چې ټاکنې دې پر ټاکلې نېټه ترسره شي؛ ځکه ټاکنو کې ځنډ په هېڅ توګه د منلو وړ نه دی.

یاد بنسټ د پرېکړه لیک په خپرولو سره له سیاسي ګوندونو څخه غوښتنه کړې چې د خپلو ادعاوو ثبوت لپاره دې ډېر ژر  خپل بشپړ اسناد له ټاکنیزو کمېسیونونو سره شریک کړي.

په پرېکړه لیک کې راغلي چې د ټیفا او  ځینو نورو بنسټونو په ګډون له دې ټاکنو څخه د  ملي او نړیوالو څارونکو څارنه اړینه ده؛  تراوسه د معلولینو او ښځو لپاره پروګرامونه تر لاس لاندې نشته، کمېسیون دې د ټاکنو تر ورځې د خپلو ولایتي دفترونو له لارې د عامه پوهاوي پراخ کمپاینونه ترسره کړي.

په ورته مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي، د افغانستان رڼو ټاکنو بنسټ اندېښنې بې ځایه بولي او وايي چې ټاکنې به په ټاکلي وخت ترسره شي، کمېسیون د ټاکنو ترسره کولو لپاره ګام په ګام چمتووالی لري، یو اندازه حساس او غیرحساس مواد کابل ته رسېدلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.