سرپل(پژواک، ۲٢ وږی ۹۷): چارواکي وايي چې د سرپل ولایت په مرکز کې د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۲۳ وسله وال مخالفین وژل شوي او ټپیان دي.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني پژواک خبري اژانس ته وویل، د سرپل د مرکز اړوند قوش تپې او خمراباد کلیو کې د امنیتي ځواکونو د تېرې ورځې په ګډو عملیاتو کې ۲ وسله وال مخالفین وژل شوي، ۴ ټپیان او درې نور ژوندي نیول شوي دي.
د هغه په خبره، له یادو عملیاتو وروسته د نمبر یک لويې لارې امنیتي ګواښونه له منځه تللي.
نوموړي زیاته کړه، طالبانو تېره شپه د «سنګ توده» سیمې چې څلور ولسوالۍ له یو بل سره نښلوي د نیولو پلان درلود چې د مرستندویه ځواکونو تر رسېدو او د دواړو لورو تر منځ له جګړې وروسته ۶ طالبان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي.
د هغه په خبره، په دغه جګړه کې امنیتي ځواکونو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د سرپل د والي ویاند زیاته کړه: ((د دغه ولایت په ځينو سیمو کې ډېر امنیتي ګواښونه موجود دي او تیت وپرک جګړې روانې دي.))
په ورته وخت کې د سنګ توده او قوش تپې اوسېدونکي د طالبانو مرګ ژوبله له هغه شمېرو کمه ګڼي چې د سرپل د والي ویاند یې ادعا کړې ده.
د قوش تپې یوه اوسېدونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وویل: ((امنیتي او کومانډو ځواکونو د دوی د سیمې د تلاشۍ پر مهال له عملیاتو پرته ۲ کسان او یو موترسایکل له ځان سره وړي دي.))
هغه زیاته کړه، په دغه سیمه کې د جګړې له امله یو طالب وژل شوی او ۲ نور ټپیان دي.
د یادولو ده چې د سرپل په مرکز کې د بلغلي سیمې له سقوط څلور ورځې تېرېږي او حکومت د دغه کلي د بېرته نیولو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن