ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي په پکتیا کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي

چارواکي په پکتیا کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي

author avatar
13 Sep 2018 - 16:09
چارواکي په پکتیا کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي
author avatar
13 Sep 2018 - 16:09

ګردېز- پلخمري (پژواک، ٢٢ وږى ٩٧): پکتيا او بغلان ولايتونو کې د افغان او امريکايي ځواکونو په هوايي بريدونو کې ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان امنيتي ځواکونو تېره شپه ناوخته د احمدابا ولسوالۍ اړوند په مچلغو سيمه کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي دي.

حسرت وويل، په دغو بريدونو کې د سوېل ختيځ زون لپاره د وسله والو طالبانو استخباراتي مسوول زينت الله مشهور په فرهاد په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.

د نوموړي په خبره، په وژل شوو کې د وسله والو طالبانو مشهور قوماندانان ګل رحمن مشهور په انس، حبيب مشهور په ادريس او بحران هم شامل دي.

ده زياته کړه چې ياد کسان په يوه ډاډسن موټر کې د جګړه ييز فعاليت لپاره روان وو چې په نښه شوي دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي نعمت خان پژواک ته وويل چې ياد بريدونه د دوی د استوګنې سيمې ته نږدې د پکتيا او لوګر په منځنۍ سيمه ابچکان کې شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په بغلان کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې لس وسله وال طالبان وژل شوي.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع پژواک ته وويل چې تېره شپه بهرنیو ځواکونو د پلخمري اړوند شهاب الدین سیمې په عمرخېلو  کلي کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې د طالبانو يو پوځي مسوول قاري خالد هم شامل دى.

د يادو پېښو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.