ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې کاروان غړو د مزار شريف په روضه کې خېمه ودروله

د سولې کاروان غړو د مزار شريف په روضه کې خېمه ودروله

author avatar
14 Sep 2018 - 15:54
د سولې کاروان غړو د مزار شريف په روضه کې خېمه ودروله
author avatar
14 Sep 2018 - 15:54

مزار شريف ( پژواک، ۲۳وږی، ۹۷): د سولې ولسي کاروان چې ۳۴ ورځې وړاندې له کابل څخه د بلخ په نيت روان شوی و، د وږي په ۲۳مه سهار لس بجې مزار شريف ښار ته دننه شو.

د دغه کاروان هرکلي ته د بلخ سلګونه اوسېدونکي راوتلي وو او د سولې ولسي حرکت غړو ته يې د ګلونو ګېډۍ ورکړې.

د سولې ولسي کاروان غړو په مزار شريف کې د حضرت علي روضه کې د جمعې لمونځ له ادا کولو وروسته دغلته د سولې غوښتنه خېمه ودروله.

د ياد حرکت سرلاري اقبال خيبر چې د سلګونو بلخيانو منځ کې يې خبرې کولې، سوله يې د افغانانو لومړنۍ اړتيا وبلله.

نوموړي زياته کړه، له هلمند څخه کابل ولايت ته په ۳۸ ورځو کې ورسېدل او کله يې چې کابل کې د ولس هرکلی او مينه وليده، نو هوډ يې وکړ چې د هېواد نورو برخو ته هم سفر وکړي.

خيبر وايي، په بلخ کې به درې ورځې پاتې کېږي او له هغې وروسته به په ګروپي ډول د هېواد نورو ولايتونو ته سفرونه کوي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((موږ فکر کاوه چې يو شمېر شمالي ولايتونه امن دي؛ خو دا مو په سترګو وليدل چې موږ سره يو ځای له غزني څخه ۴۵ جنازې پروان ولايت ته راغلې، اوس راته ثابته شوه چې د دې جګړې درد هرې کورنۍ ته رسېدلی دی.))

نوموړي له افغانانو غوښتنه وکړه چې يو موټی شي او د جګړې په ښکېلو اړخونو فشار راوړي چې د سولې مذاکراتو ته حاضر شي.

هغه زياته کړه، امريکا، افغان دولت او طالبان تر هغې سولې ته نه حاضرېږي؛ څو چې د ولس له خوا پرې فشار زيات نه شي.

خيبر زياتوي، د ولسونو له تود هرکلي اوس هيله مند شوی، چې هېواد کې به جګړه ختمېږي او سوله به راځي.

نوموړي وويل: ((د خلکو زور د خدای زور دی او که خلک وغواړي او راپورته شي، نو هرو مرو به دې هېواد کې بدلون راشي.))

په ورته وخت کې د بلخ د ولايتي شورا رئيس افضل حديد د هلمندي ځوانانو د سولې حرکت وستايه او ډاډ يې ورکړ چې د بلخ خلک به هم دغه سپېڅلې داعيه بدرګه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.