ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“که حکومت پر جنرال پيکان قانون پلى نه کړي، د کابل- پروان لويه لاره بندوو”

“که حکومت پر جنرال پيکان قانون پلى نه کړي، د کابل- پروان لويه لاره بندوو”

author avatar
14 Sep 2018 - 12:55
“که حکومت پر جنرال پيکان قانون پلى نه کړي، د کابل- پروان لويه لاره بندوو”
author avatar
14 Sep 2018 - 12:55

کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٧): د هغه ځوان چې دوه کاله مخکې د عامه نظم پوليسو د مخکيني قومندان جنرال زمري پيکان د زوى له خوا په کابل کې وژل شوى و، کورنۍ يې حکومت د محکمې د حکم په پلي کولو کې ناکام بولي او ګواښ کوي، که حکم پرې عملي نه شي، د کابل- پروان لويه لاره د ترافيکو پرمخ تړي.

د پژواک خبري اژانس د راپور پربنسټ، د افغانستان حکومت د دې په ځاى چې د محکمې حکم پلى کړي، د پيکان لپاره يې د سلو ساتونکى د ګومارلو امر کړى دى.

د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ محکمې د ١٣٩٦ کال په ليندۍ مياشت کې، د عامه نظم پوليسو مخکينى قومندان جنرال زمرى پيکان په قتل کې د شراکت او له وظيفوي صلاحيت څخه د ناسمې ګټې اخيستنې له امله په اتو کلونو او شپږ مياشتې او په دې قضيه کې اته تنه نور تورن له يو کال او يوې نيمې مياشتې څخه تر اتو کلونو بند محکوم کړل.

د محکمې له دې پرېکړې څخه کابو لس مياشتې تېرېږي، خو د لويې څارنوالۍ د معلوماتو په اساس، تراوسه پورې د دغې قضيې د استيناف محکمه نه ده ترسره شوې او ان دا چې زمرى پيکان لا نه دى نيول شوى.

د سهراب نظامې چې د کابل په سرايي شمال کې د ١٣٩٥ کال په مرغومي مياشت کې د زمري پيکان د ساتونکو او زوى مختار پيکان له خوا ووژل شو، ورور رئيس اميد نظامي، نن د خبري ناستې پرمهال کابل کې حکومت د ټولنيز عدالت او د محکمې د حکم په پلي کولو کې ناکام وباله.

ده وويل: "حکومت د دې په ځاى چې د محکمې حکم تطبيق کړي، هغه (پيکان) ته يې ساتونکي او وسله ورکړې، ترڅو موږ وګواښي؛ موږ هره ورځ د زمري پيکان له خوا په مرګ تهديديږو او کورنۍ مو په امن کې نه ده."

نوموړى د حکومت له خوا د ټولنيز عدالت د پلي کېدو غوښتونکى شو او زياته يې کړه: "که حکومت د زمري پيکان د نيولو توان نه لري، موږ ته دې اجازه راکړي چې ويې نيسو؛ که حکومت پر هغه قانون تطبيق نه کړي، موږ چې پنځه زره کورنۍ يو، د کابل- پروان لويه لاره به د ترافيکو پرمخ بنده کړو."

د هغه په وينا، د قانون په کومه ماده کې راغلي چې قاتل ته حکومتي ساتونکي او وسله ورکړل شي؟

د مقتول تره ګل داد نظامي بيا وويل: "د تعجب ځاى دى چې لوى درستيز د پيکان لپاره امنيتي ساتونکي ورکوي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.