د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سولې کاروان غړو د مزار شريف په روضه کې خېمه ودروله

د سولې کاروان غړو د مزار شريف په روضه کې خېمه ودروله

Sep 14, 2018 - 15:54

مزار شريف ( پژواک، ۲۳وږی، ۹۷): د سولې ولسي کاروان چې ۳۴ ورځې وړاندې له کابل څخه د بلخ په نيت روان شوی و، د وږي په ۲۳مه سهار لس بجې مزار شريف ښار ته دننه شو.

د دغه کاروان هرکلي ته د بلخ سلګونه اوسېدونکي راوتلي وو او د سولې ولسي حرکت غړو ته يې د ګلونو ګېډۍ ورکړې.

د سولې ولسي کاروان غړو په مزار شريف کې د حضرت علي روضه کې د جمعې لمونځ له ادا کولو وروسته دغلته د سولې غوښتنه خېمه ودروله.

د ياد حرکت سرلاري اقبال خيبر چې د سلګونو بلخيانو منځ کې يې خبرې کولې، سوله يې د افغانانو لومړنۍ اړتيا وبلله.

نوموړي زياته کړه، له هلمند څخه کابل ولايت ته په ۳۸ ورځو کې ورسېدل او کله يې چې کابل کې د ولس هرکلی او مينه وليده، نو هوډ يې وکړ چې د هېواد نورو برخو ته هم سفر وکړي.

خيبر وايي، په بلخ کې به درې ورځې پاتې کېږي او له هغې وروسته به په ګروپي ډول د هېواد نورو ولايتونو ته سفرونه کوي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((موږ فکر کاوه چې يو شمېر شمالي ولايتونه امن دي؛ خو دا مو په سترګو وليدل چې موږ سره يو ځای له غزني څخه ۴۵ جنازې پروان ولايت ته راغلې، اوس راته ثابته شوه چې د دې جګړې درد هرې کورنۍ ته رسېدلی دی.))

نوموړي له افغانانو غوښتنه وکړه چې يو موټی شي او د جګړې په ښکېلو اړخونو فشار راوړي چې د سولې مذاکراتو ته حاضر شي.

هغه زياته کړه، امريکا، افغان دولت او طالبان تر هغې سولې ته نه حاضرېږي؛ څو چې د ولس له خوا پرې فشار زيات نه شي.

خيبر زياتوي، د ولسونو له تود هرکلي اوس هيله مند شوی، چې هېواد کې به جګړه ختمېږي او سوله به راځي.

نوموړي وويل: ((د خلکو زور د خدای زور دی او که خلک وغواړي او راپورته شي، نو هرو مرو به دې هېواد کې بدلون راشي.))

په ورته وخت کې د بلخ د ولايتي شورا رئيس افضل حديد د هلمندي ځوانانو د سولې حرکت وستايه او ډاډ يې ورکړ چې د بلخ خلک به هم دغه سپېڅلې داعيه بدرګه کړي.

نوموړي زياته کړه، افغانان يو موټی دي او افغانستان د ټولو ګډ کور دی، نو ځکه يې په وينا، هلمندي ځوانان د مزار د خلکو لپاره سوله غواړي.

حديد وويل: ((متاسفانه دا جګړه زموږ نه ده او سوله هم د بهرنيانو په لاس کې ده، موږ بايد فشار راوړو چې هغوی قانع کړو، څو له جګړې لاس واخلي.))

نوموړی زياتوي چې روانه جګړه به د سولې له لارې پای ته رسېږي.

له دې سره د بلخ اوسېدونکي او مدني فعالان هم په هېواد کې د جنګ او جګړو د پای ته رسېدو غوښتنه لري.

د بلخ ادبي خوځښت مشر ذبيح الله احساس پژواک ته وويل، چې ولس بايد له هر هغه غږ څخه په ټينګه ملاتړ وکړي، چې هېواد کې جګړې د پای ته رسېدو لپاره پورته شوی وي.

نوموړي د بلخ له خلکو غوښتنه وکړه چې د سولې ولسي کاروان ښه مېلمه پالنه وکړي او همداراز د سولې غږ ورسره بدرګه کړي.

احساس زياتوي، که د سولې ولسي کاروان همداسې روان وي، نو ضرور به ورسره تحول راځي.

د سولې ولسي کاروان هرکلي ته د بلخ ولايت مقام د مرستيال په ګډون څو تنه سيمه ييز چارواکي هم ورغلي وو.

دغه کاروان به تر درې ورځو پورې په مزار شريف کې وي او له هغه وروسته به په ګروپي ډول د هېواد نورو ولايتونو ته سفرونه کوي.

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement