د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"که حکومت پر جنرال پيکان قانون پلى نه کړي، د کابل- پروان لويه لاره بندوو"

"که حکومت پر جنرال پيکان قانون پلى نه کړي، د کابل- پروان لويه لاره بندوو"

Sep 14, 2018 - 12:55

کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٧): د هغه ځوان چې دوه کاله مخکې د عامه نظم پوليسو د مخکيني قومندان جنرال زمري پيکان د زوى له خوا په کابل کې وژل شوى و، کورنۍ يې حکومت د محکمې د حکم په پلي کولو کې ناکام بولي او ګواښ کوي، که حکم پرې عملي نه شي، د کابل- پروان لويه لاره د ترافيکو پرمخ تړي.

د پژواک خبري اژانس د راپور پربنسټ، د افغانستان حکومت د دې په ځاى چې د محکمې حکم پلى کړي، د پيکان لپاره يې د سلو ساتونکى د ګومارلو امر کړى دى.

د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ محکمې د ١٣٩٦ کال په ليندۍ مياشت کې، د عامه نظم پوليسو مخکينى قومندان جنرال زمرى پيکان په قتل کې د شراکت او له وظيفوي صلاحيت څخه د ناسمې ګټې اخيستنې له امله په اتو کلونو او شپږ مياشتې او په دې قضيه کې اته تنه نور تورن له يو کال او يوې نيمې مياشتې څخه تر اتو کلونو بند محکوم کړل.

د محکمې له دې پرېکړې څخه کابو لس مياشتې تېرېږي، خو د لويې څارنوالۍ د معلوماتو په اساس، تراوسه پورې د دغې قضيې د استيناف محکمه نه ده ترسره شوې او ان دا چې زمرى پيکان لا نه دى نيول شوى.

د سهراب نظامې چې د کابل په سرايي شمال کې د ١٣٩٥ کال په مرغومي مياشت کې د زمري پيکان د ساتونکو او زوى مختار پيکان له خوا ووژل شو، ورور رئيس اميد نظامي، نن د خبري ناستې پرمهال کابل کې حکومت د ټولنيز عدالت او د محکمې د حکم په پلي کولو کې ناکام وباله.

ده وويل: "حکومت د دې په ځاى چې د محکمې حکم تطبيق کړي، هغه (پيکان) ته يې ساتونکي او وسله ورکړې، ترڅو موږ وګواښي؛ موږ هره ورځ د زمري پيکان له خوا په مرګ تهديديږو او کورنۍ مو په امن کې نه ده."

نوموړى د حکومت له خوا د ټولنيز عدالت د پلي کېدو غوښتونکى شو او زياته يې کړه: "که حکومت د زمري پيکان د نيولو توان نه لري، موږ ته دې اجازه راکړي چې ويې نيسو؛ که حکومت پر هغه قانون تطبيق نه کړي، موږ چې پنځه زره کورنۍ يو، د کابل- پروان لويه لاره به د ترافيکو پرمخ بنده کړو."

د هغه په وينا، د قانون په کومه ماده کې راغلي چې قاتل ته حکومتي ساتونکي او وسله ورکړل شي؟

د مقتول تره ګل داد نظامي بيا وويل: "د تعجب ځاى دى چې لوى درستيز د پيکان لپاره امنيتي ساتونکي ورکوي."

نوموړي د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو د ويندويانو هغه څرګندونې چې زمرى پيکان تښتېدلى، رد کړې او ويې ويل: "موږ ته دې له ٢٤ تر ٤٨ ساعتونو پورې وخت راکړي، موږ يې د اوسېدو ځاى تثبيتوو، بيا تاسو راشئ او ويې نيسئ."

د سهراب نظامي د کورنۍ نورو غړو هم ورته نظر درلود.

پژواک هڅه وکړه چې په دې د لويې څارنوالۍ او کورنيو چارو وزارت نظر واخلي، خو ونه توانېد.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement