هرات (پژواک، ۲۴ وږی ۹۷): د هرات د ولایتي شورا رییس د دغه ولایت د پوهنې د رییس عبدالرازق احمدي له دندې په ګوښه کېدو د ټينګار تر څنګ وايي، دغه کس باید ژر تر ژره له دندې ګوښه شي، که نه نو لاریون کوونکي به د تحصن خېمې ودروي.
د هرات د ولایتي شورا رییس کامران عليزايي، نن په خبري ناسته کې وویل، د ولسمشرۍ مقام د فرمان پر اساس د دغه ولایت د پوهنې رییس عبدالرازق د پوهنې وزارت د مشاور په توګه ټاکل شوی، خو دا حکم عملي شوی نه دی.
هغه زیاته کړه: ((د عبدالرازق په تړاو دې د ولسمشر حکم ژر تر ژره عملي شي، له دې پرته به د هرات ولایت د پوهنې ریاست په مخکې د تحصن خېمې ودروي او په ورته وخت کې به دا حکم په سترو بينرونو کې چاپ شي.))
د هرات د ولایتي شورا غړي غلام حبیب هاشمي هم وویل چې د هرات د پوهنې ریاست بست اعلان ته ورکړل شوی او د روح الله په نوم یو کس ورته د ازادې سیالۍ له لارې بریالۍ شوی دی.
هغه هیله مندي ښکاره کړه چې که چېرې نوموړی کس ژر تر ژره راشي، لاریون ته اړتیا نشته.
خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل، تر اوسه د پوهنې رییس له دندې د ګوښه کېدو په اړه دوی ته حکم نه دی لېږل شوی او په هغه صورت کې چې دا حکم ورته ورسېږي، هرومرو یې عملي کوي.
د ولسمشرۍ مقام حکم ته رسيدګي د ولایتي شورا د رییس دنده نه ده او د نورو خلکو په چارو کې باید مداخله ونه کړي.
نوموړي زیاته کړه، ځینې کړۍ غواړي د ده په ګوښه کېدو د ټاکنو په بهیر کې د پوهنې ریاست سیاسي کړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې دغو کړیو ته به د پوهنې د سیاسي کېدو او په دې برخه کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.
د ولایتي شورا د رییس او پوهنې د رییس تر منځ اختلافات تازه نه دي، څه موده وړاندې هم د ولایتي شورا د رییس د پلویانو له خوا د پوهنې ریاست مخې ته د تحصن خېمې درول شوې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن