ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کډوالو لپاره د مناسبو ځمکو د وېش تازه فرمان صادر شوی”

“د کډوالو لپاره د مناسبو ځمکو د وېش تازه فرمان صادر شوی”

author avatar
15 Sep 2018 - 19:11
“د کډوالو لپاره د مناسبو ځمکو د وېش تازه فرمان صادر شوی”
author avatar
15 Sep 2018 - 19:11

کابل (پژواک، ٢٤ وږی ٩٧): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر بېځایه شوو، بېرته راستنېدونکو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کورنیو لپاره د مناسبو ځکمو د وېش او ځانګړي کېدو په اړه د تازه فرمان د صادرېدو خبر ورکړی دی.

نوموړي دغه راز ویلي، په بهر هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت د تېر په پرتله ښه شوی دی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په دې وروستیو کې د بېرته راستنېدونکو، داخلي بېځایه شوو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیانو کورنیو ته د استوګنې د کورونو او د تازه ځای پر ځای کېدو لپاره د مناسبو ځکمو د وېش او ځانګړي کېدو په اړه د ولسمشر د ۳۰۵ شمېرې فرمان په ۳۳ مادو کې په روانه میاشت(وږي) کې نافذ شوی دی.

هغه زیاته کړه، د دغه فرمان له مخې به ژر ژره د دغه وزارت له استازو، د کډوالو لپاره د ښارګوټي د مشخص کولو او دوی ته د هغه د وېش له اړونده بنسټونو څخه یو ګډ کمېسیون رامنځته شي.

د هغه په خبره، دا فرمان ځکه صادر شوی چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي فرمان اړتیاوو ته ځواب ویونکی نه و او حتی د اداري فساد د رامنځته کېدو لامل هم ګرځېده.

نوموړي وویل، په تازه فرمان کې د بېځایه شوو کسانو او شهیدانو کورنیو ته هم یوه نومره ځمکه وېشل کېږي چې په پخواني فرمان کې دا ډول څه ځای نه درلود.

هغه دغه راز زیاته کړه، په تازه فرمان کې ټینګار شوی چې د کډوالو ښارګوټي باید په داسې سیمو کې جوړ نه شي چې هلته د سړک، ښوونځي، روغتون او نورې اسانتیاوې نه وي موجودې، ځکه د تېر فرمان پر اساس ډېر هغه ښارګوټي چې په لرې پرتو سیمو کې پراته و تر اوسه نه دي پرانېستل شوي او یا دا چې کډوالو او بېرته راستنېدونکو له څه وخت وروسته بېرته پرېيښي دي.

بلخي له جزيیاتو پرته وویل، سږ کال په ټول هېواد کې  د ۳۰۰۰ بېرته راستنېدونکو لپاره د استوګنې د ځمکې نومرې وېشل شوې دي.

د افغان ګډوالو وضعیت

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وویل، د څلور کاله پخوا پرتله اوس په بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ښه شوی او له ترکيې سره هوکړه شوې چې له دې هېواد څخه افغان کډوال په زور ونه باسي.

هغه له جزيیاتو پرته وویل، له ترکي چارواکو سره یاد توافق دغه هېواد ته د نوموړي د وروستي سفر په جریان کې شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.