کندهار- مزارشريف (پژواک، ۲۴ وږی ۹۷): اعتراض کوونکو په کندهار او بلخ ولايتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر تړلی او ګواښ یې کړی چې تر هغه به دفتر پرانیستو ته اجازه ور نه کړي څو یې غوښتنې نه وي منل شوې.
د کندهار اعتراض کوونکي چې شمېر یې تر ۷۰ کسانو رسېده او د ولایتي شورا مشر او غړي، قومي مشران او نور په کې شامل دي، د افغانستان د لوی ملي ایتلاف تر نامه لاندې یې د ټاکنو کمېسیون د دفتر مخې ته پرلت وواهه او د ټاکنو کمېسیون د دفتر دروازې یې وتړله.
د دغه ایتلاف یوه غړي تورن نېک محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دا د کندهار د ولس د حق غوښتنې غږ دی.
هغه زیاته کړه، په کندهار کې ۵۶۵ زره کسانو په ټاکنو کې د ګډون لپاره پر خپلو تذکرو سټېکرونه لګولي، په داسې حال کې چې د دغه ولایت ټول نفوس له ۴ میلیونه ډېر دی.
د ده په خبره، ولس همدا وايي چې دا پاتې کسان خپل حقوق څنګه او له کومه ادرس ترلاسه کړي.
نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې د راتلونکو ټاکنو د روڼوالي هېڅ ضمانت نشته او د دوی غوښتنه دا ده چې ټاکنې دې په بایومټریک بڼه وشي.
د دې تر څنګ ده دا یادونه هم وکړه چې ولسشمرۍ، ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو او ولسوالۍ شوراګانو ټولې ټاکنې دې پر یوه وخت وشي، څو له اقتصادي پلوه لګښت کم شي.
د دغه ایتلاف نورو غړو هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل تر هغه چې د ولس دا غوښتنې نه وي منل شوې په کندهار کې د ټاکنو کمېسیون دفتر پرانیستو ته اجازه نه ورکوي.
په کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال هارون کلیوال پژواک خبري اژانس ته تایید کړه چې شاوخوا ۷۰ تنو چې په کې د ولایتي شورا غړي او قومي مشران شامل دي، د دوی د دفتر مخې ته د اعتراض په توګه خېمه ووهله او دفتر یې وتاړه.
هغه زیاته کړه، اعتراض کوونکو ورسره د ټاکنو اړوند خپلې ټولې غوښتنې وړاندې کړې او دوی له مرکزي دفتر سره شریکې کړې دي.
دی وايي، د اوس لپاره له دفتره ټول کارکوونکي وتلي او خپلې چارې يې درولې دي.
د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ټاکنو کمېسیون د دفتر له تړل کېدو خبر شوي خو له ولایتي ادارې سره مخکې له مخکې چا دا موضوع نه ده شریکه کړې چې ګواکې دغه دفتر تړل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن