ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت باید په نیمروز کې پر ایراني ریالو د معاملاتو مخه ونیسي

حکومت باید په نیمروز کې پر ایراني ریالو د معاملاتو مخه ونیسي

author avatar
15 Sep 2018 - 16:16
حکومت باید په نیمروز کې پر ایراني ریالو د معاملاتو مخه ونیسي
author avatar
15 Sep 2018 - 16:16

زرنج (پژواک، ٢٤ وږی ٩٧): د نیمروز ځيني اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ایراني ریال له چلنده په اندېښنې له حکومته غواړي چې د بهرنیو اسعارو پر ځای افغانۍ دود کړي.

د نیمروز دغه اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې ټولې ورځنۍ معاملې پر ایراني ریال (تومان) ترسره کېږي او د افغانۍ پر وړاندې د ایراني تومان له بې ارزښته کېدو وروسته خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د زرنج ښار دوکاندار مشتاق احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ښار کې ټولې ورځنۍ معاملې حتی د پياز او کچالیو پېر او پلور پر ایرانيو پیسو ترسره کېږي.

د هغه په خبره، په نیمروز کې د افغانیو نه کارول پر یوه کلتور بدل شوي او له ایراني پیسو ګټې اخیستو هم د هغه د ارزښت راکمېدو له امله له خلکو د پېر توان اخیستی دی.

نوموړي د دې په څرګندولو چې یوه افغانۍ مخکې ۶۰۰ ریاله کېده خو اوس د یوې افغانۍ ارزښت ۱۷۵۰ ریالو ته رسېدلی زیاته کړه: ((د یوې ډوډۍ بیه له لس ریالو څخه۳۰ تر ۴۰ ریالو ته لوړه شوې او د یوې بورۍ وریجو بیه له ۹۰۰زره ریالو څخه دوه ميليونه او پنځوس زره ریالو ته رسېدلې ده خو د کارګر ورځنۍ مزدوري له ۱۰۰ زره ریالو ۱۵۰ زره تر ۲۰۰ زره ریالو ته لوړه شوې ده.))

هغه څرګنده کړه، سره له دې چې دوکاندار توکي په افغانۍ، ډالر یا کلدارو پېري خو بیا یې په ایراني ریالو یې پلوري.

په نیمروز کې یوه کارګر جمعه خان وویل: ((دوه کاله مخکې مې هر ورځ ۱۰۰زره ریاله (۱۸۰ افغانۍ) مزدوري کوله خو اوس له ۱۵۰ تر ۲۰۰ زرو ریالو (۱۱۰افغانۍ) رسېدلې ده چې په دې پيسو یوازې کور ته وچه ډوډۍ راوړلای شم.))

په زرنج ښار کې یوه خیاط محمد نادر وویل، مخکې د یوې جوړې جامو ګنډولو وجوره ۱۰۰زره ریاله (۱۸۰افغانۍ) وه خو اوس ۲۵۰زره ریاله (۱۴۰ افغانۍ) شوې ده.

هغه دې ستونزې ته په کتو له حکومته وغوښتل چې په بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې مخه ونیسي څو خلک بېرته په بازار کې د پېر توان پیدا کړي.

هغه وویل: ((که حکومت په یاد ولایت کې بېوزلو کسانو ته پام ونه کړي، هغوی مجبور دي چې کورونه پرېږدي او نورو سیمو ته کډه شي.))

د نیمروز بل اوسېدونکي وویل، زموږ خلک هڅه کوي چې له افغانۍ څخه چې د افغانستان هویت دی، ګټه واخلي خو دوکانداران ترې دا پیسې نه اخلي، ځکه په افغانۍ باندې معاملې لوړې نه دي.

نوموړي زیاته کړه: ((غوښتل مې چې انګور واخلم، د بیې پوښتنه مې وکړه، پلورونکي راته وویل چې کیلو په ۷۰زره ریاله دي، افغانۍ مې ورکړې په داسې حال کې چې ۱۷۵۰ ریاله کېدې راته ویې ویل، افغانۍ په ۱۲۰۰ ریاله حسابوم نو مجبور شوم چې لاړ شم او افغانۍ په ریال بدلې کړم.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.