لښکرګاه (پژواک، ٢٤ وږی۹۷): د هلمند د مرکز اوسېدونکي وايي چې په دې وروستيو کې په لښکرګاه کې امنيتي ستونزې ډېرې شوې چې له امله يې دوى اندېښمن دي خو امنيتي چارواکي بيا وايي چې د امنيت د ټينګښت په موخه يې عمليات پيل کړي دي.
د لښکرګاه ښار اوسېدونکي عبدالسلام د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې مخابراتي شبکې سم فعاليت نه کوي او داسې اوازې هم دي چې طالبان پر ښار د لوى بريد پلان لري.
هغه زياته کړه: ((دغو اوازو او د ټيلېفوني شبکو کار نه کول خلک سخت اندېښمن کړي او په وېره کې دي.))
دغه راز د لښکرګاه ښار بل اوسېدونکي محمد رحيم پژواک ته وويل، اورېدلي يې دي چې ښار ته ځانمرګي بريدګر او وسلې را وړل شوي چې هره شېبه د بريد تمه کېداى شي.
ده وويل: ((دا اوازې به سم وي يا نه خو خلک يې اندېښمن کړي دي.))
همدرانګه د لښکرګاه بل اوسېدونکي محب الله پژواک ته وويل چې امنيتي ستونزې ډېرې شوې او خلک له يو لوى بريده وېره لري.
ده له حکومته غوښتنه وکړه چې د خلکو د اندېښنو کمولو لپاره لاس په کار شي.
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
خو د هلمند والي محمد ياسين خان پژواک ته وويل چې طالبانو د دې لپاره د مخابراتي شبکو پر فعاليت بنديز لګولى چې فشار پرې ډېر دى.
ده زياته کړه: ((هره ورځ طالبانو ته تلفات اوړي، د همدې لپاره طالبانو له حقيقت څخه لرې اوازې خپرې کړې دي.))
د والي په وينا، د روانو عملياتو په ترڅ کې امنيتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او طالبانو پټنځايونه او مشران په نښه کوي.
دغه راز د هلمند د امنيې قوماندانۍ د استخباراتو مدير سمونوال کريم خان حميدي پژواک ته وويل چې په لښکرګاه ښار د طالبانو د لوى بريد هېڅ ډول خطر نشته دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن