ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا ډېری ښوونځي کتابونه نه لري

د پکتیا ډېری ښوونځي کتابونه نه لري

author avatar
15 Sep 2018 - 14:56
د پکتیا ډېری ښوونځي کتابونه نه لري
author avatar
15 Sep 2018 - 14:56

ګردېز (پژواک، ٢٤ وږى ٩٧): د نورو سړو سيمو په څېر پکتيا کې هم  ښوونيز کال له نيمايي زيات تېر شوی، خو د ښوونځيو ډېری زده کوونکو ته لا هم درسي کتابونه نه دي ورکړل شوي.

زده کوونکي وايي، د درسي کتابونو د نه شتون له امله سمه زده کړه نه شي کولای او زیات وخت يې بې درسونو او بې مطالعې تېرېږي.

د مرکز ګردېز د ببرک خان ځدراڼ لېسې د اووم ټولګي زده کوونکي محمد سليم د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نيم ښوونیز کال يې له درسي اړخه ډېر خراب و او د ډېری زده کوونکو د څلورنيم مياشتنيو ازموينو پايلې هم خرابې وې.

سليم پژواک ته وويل: ((کتابونه نه لرو، نيم کال مو په ډېر خراب حالت کې درس وويل. معلم صېب ته همداسې کېنو، هغه درس تشريح کوي، زموږ په ذهن کې نه کېني چې کوم ځای لولي.))

د قلعه نيازي ښوونځي د اتم ټولګي زده کوونکی اسدالله وايي چې ځينو زده کوونکو درسي کتابونه په بازار کې پېرلي خو وايي ډېری زده کوونکي بېوزلي دي او نه شي کولی درسي کتابونه په خپله وپېري.

اسدالله وويل: ((يوه کتاب ته پنځه، شپږ نفره سره ناست يو او درس وايو، د کتابونو زياته ستونزه ده چې کتاب نه وي، موږ درس په څه کې ووايو؟))

رحمت الله د شپږم ټولګي زده کوونکی دی چې د خپل ټولګي کتابونه نه لري او وايي چې د کتاب نه درلودو له امله کورنۍ دنده نه کوي او ډېر وخت يې بې ځايه تېرېږي.

نوموړي وويل: ((دلته کتابونه کم دي، موږ په څو ملګرو يو کتاب وايو، په کور کې مطالعه او کورنۍ وظيفه نه کوو؛ ځکه چې کتاب نه وي. له رياست څخه هيله لرو چې موږ ته کتابونه را ورسوي.))

د احمدخېلو ولسوالي د مرکزي لېسې ښوونکی عتيق الله جلال وايي چې د کتابونو د نه شتون له کبله سم تدريس نه شي کولی او زده کوونکي هم نه شي کولی درسونه تعقيب کړي.

جلال وويل: ((د کتابونو له نه شتونه زده کوونکي له درسونو نا اميده پاتې کېږي. په يوه کتاب کې خو نه زده کړه کېږي او نه تدريس کېږي.))

د قلعه نيازي ښوونځي مدير محمد امين پژواک ته وويل چې د درسي کتابونو د نه لرلو په څلورنيم مياشتو ازموينو کې ګڼ زده کوونکي ناکام شوي دي.

امين وايي که ښوونځيو ته درسي کتابونه ژر ونه رسېږي، نو د زده کوونکو ښوونیزه کچه به نوره هم ټيټه او بشپړ کال به ضايع شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.