ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ اسيايي جام سيالۍ پيل شوې

د کرکټ اسيايي جام سيالۍ پيل شوې

author avatar
15 Sep 2018 - 14:52
د کرکټ اسيايي جام سيالۍ پيل شوې
author avatar
15 Sep 2018 - 14:52

کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٧): د اسيا د شپږوهېوادونو ترمنځ د کرکټ اسيايي جام پنځوس اووريزې سيالۍ په متحده عربي امارتو کې پيل شوې.

په دې سياليو کې افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، نيپال او د سريلانکا لوبډلې برخه اخلي.

دا سيالۍ په دوو ګروپونو کې وېشل شوې دي، افغانستان له سريلانکا او بنګله دېش سره په ب ګروپ کې پاکستان، هندوستان او نيپال په الف ګروپ کې دي.

ټاکل شوې ده چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د وږي په ٢٦مه له سريلانکا او په ٢٩مه له  بنګله دېش سره ترسره کوي.

پرون د شپږو واړو لوبډلو لوبډلمشرانو په يوه خبري غونډه کې د دې سياليو لپاره د بشپړ چمتووالي خبر ورکړ.

د افغانستان ملي لوبډلې مشر اصغر ستانکزي وويل چې  دوى اسيايي جام لپاره ښه چمتووالى نيولى دى.

هغه زياته کړه چې د سريلانکا پر وړاندې به په لومړۍ لوبه کې تر فشار لاندې نه وي او هڅه به کوي چې په ښې لوبې کولو سره بريا ترلاسه کړي.

ده وويل: ((موږ دلته يواځې لوبو لپاره نه يو راغلي، بلکې موږ غواړو چې خپله وړتيا هم ثباته کړو.))

د ستانکزي په وينا، افغان لوبغاړو اوس د لويو لوبو ښې تجربې ترلاسه کړې، په نړيوالو ليګونو کې لوبېدلي دي، اوس کولى شي چې له کوم فشار پرته له پياوړو لوبډلو سره لوبې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.