د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د کډوالو لپاره د مناسبو ځمکو د وېش تازه فرمان صادر شوی"

"د کډوالو لپاره د مناسبو ځمکو د وېش تازه فرمان صادر شوی"

Sep 15, 2018 - 19:11

کابل (پژواک، ٢٤ وږی ٩٧): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر بېځایه شوو، بېرته راستنېدونکو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کورنیو لپاره د مناسبو ځکمو د وېش او ځانګړي کېدو په اړه د تازه فرمان د صادرېدو خبر ورکړی دی.

نوموړي دغه راز ویلي، په بهر هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت د تېر په پرتله ښه شوی دی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په دې وروستیو کې د بېرته راستنېدونکو، داخلي بېځایه شوو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیانو کورنیو ته د استوګنې د کورونو او د تازه ځای پر ځای کېدو لپاره د مناسبو ځکمو د وېش او ځانګړي کېدو په اړه د ولسمشر د ۳۰۵ شمېرې فرمان په ۳۳ مادو کې په روانه میاشت(وږي) کې نافذ شوی دی.

هغه زیاته کړه، د دغه فرمان له مخې به ژر ژره د دغه وزارت له استازو، د کډوالو لپاره د ښارګوټي د مشخص کولو او دوی ته د هغه د وېش له اړونده بنسټونو څخه یو ګډ کمېسیون رامنځته شي.

د هغه په خبره، دا فرمان ځکه صادر شوی چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي فرمان اړتیاوو ته ځواب ویونکی نه و او حتی د اداري فساد د رامنځته کېدو لامل هم ګرځېده.

نوموړي وویل، په تازه فرمان کې د بېځایه شوو کسانو او شهیدانو کورنیو ته هم یوه نومره ځمکه وېشل کېږي چې په پخواني فرمان کې دا ډول څه ځای نه درلود.

هغه دغه راز زیاته کړه، په تازه فرمان کې ټینګار شوی چې د کډوالو ښارګوټي باید په داسې سیمو کې جوړ نه شي چې هلته د سړک، ښوونځي، روغتون او نورې اسانتیاوې نه وي موجودې، ځکه د تېر فرمان پر اساس ډېر هغه ښارګوټي چې په لرې پرتو سیمو کې پراته و تر اوسه نه دي پرانېستل شوي او یا دا چې کډوالو او بېرته راستنېدونکو له څه وخت وروسته بېرته پرېيښي دي.

بلخي له جزيیاتو پرته وویل، سږ کال په ټول هېواد کې  د ۳۰۰۰ بېرته راستنېدونکو لپاره د استوګنې د ځمکې نومرې وېشل شوې دي.

د افغان ګډوالو وضعیت

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وویل، د څلور کاله پخوا پرتله اوس په بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ښه شوی او له ترکيې سره هوکړه شوې چې له دې هېواد څخه افغان کډوال په زور ونه باسي.

هغه له جزيیاتو پرته وویل، له ترکي چارواکو سره یاد توافق دغه هېواد ته د نوموړي د وروستي سفر په جریان کې شوی دی.

نوموړي دغه راز وویل، توافق شوی چې په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره افغان دولت دغه هېواد ته خپله اتشه ولېږي او هغه کډوال چې غواړي بېرته هېواد ته راشي باید افغان قونسلګرۍ ته راشي او هېواد ته د بېرته ستنېدو پاڼې ترلاسه کړي، د ترکیې دولت به هم تر هغه چې افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پاڼې نه وي ترلاسه کړې په دوی هېڅ غرض ونه لري.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، همدا اوس په ترکیه کې ۱۷۰ زره افغان کډوال ثبت شوي چې یو شمېر یې په ترکیه کې د پناه غوښتنې غوښتنه کوي او ځینې نور بیا په اروپايي هېوادونو کې د قبولۍ غوښتنه لري.

نوموړي وویل، د ترکیې له حکومت سره داسې توافق هم شوی چې د افغان کډوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

هغه روښانه کړه چې د رتلونکې میاشتې تر ۱۵ مې به له ترکیې څخه کابل ته یو پلاوی راشي او د افغانستان ــ ترکیې ګډه کمېټه به رامنځته شي چې په هغه هېواد کې به د افغان کډوالو د ډېرى ستونزو د حل لپاره توافق ته ورسېږي.

بلخې د خپلو خبرو په دوام کې وویل، له ایران سره د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر اساس د افغان کډوالو ۷۸ زره اولادونه له کوم مدرک پرته ښوونځیو  کې شامل شوي دي.  

هغه زیاته کړه، په ایران کې افغان کډوال اوس کولای شي د هغه هېواد په هره سیمه کې ژوند وکړي ،د خپلې خوښې هره پوهنځی ولولي او له دې وروسته کولی شې پرته له دې چې د کډوالۍ دفترچه له لاسه ورکړي افغانستان ته راستانه شي او بېرته ایران ته لاړ شي.

د کډوالو چارو وزیر وویل، له پاکستان سره د افغان دولت له وروستیو خبرو وروسته تر اوسه ۸۷۰ زره کډوال پېژندل شوي او د پاتې کېدو کارتونه ورکړل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د تېرو کلونو په پرتله په اروپايي هېوادونو کې هم د افغان کډوالو وضعیت ښه دی، ځکه چې سږکال له اروپايي هېوادونو ۵۲۰ افغان کډوال ایستل شوي او دغه شمېره د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ کموالی ښيي.

 د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال ۷۷۰ افغان کډوال له اروپايي هېوادونو څخه ایستل شوي و.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement