ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نبي: پوهېږم چې ولې ځينې لوبغاړي په غوره ليګ کې نه دي اخيستل شوي

نبي: پوهېږم چې ولې ځينې لوبغاړي په غوره ليګ کې نه دي اخيستل شوي

author avatar
15 Sep 2018 - 17:55
نبي: پوهېږم چې ولې ځينې لوبغاړي په غوره ليګ کې نه دي اخيستل شوي
author avatar
15 Sep 2018 - 17:55

کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٧): د کرکټ ملي لوبغاړى محمد نبي پر ځينو حکومتي چارواکو تور لګولى چې د کرکټ په چارو کې لاسوهنه کوي او وايي، دى پوهېږي چې ولې ځينې ملي لوبغاړي په افغان غوره ليګ کې نه دي اخيستل شوي.

محمد نبي تر اوږده ځنډه وروسته د لومړي ځل لپاره تېره شپه په شاوخوا لسو بجو په خپلې فېسبوک پاڼې د ويډيو له لارې په ژوندۍ بڼه له خپلو مينه والو سره بنډار پيل کړ، د بنډار په اوومه دقيقه کې راشد خان او په لسمه دقيقه کې محمد شهزاد هم راښکاره شول او وروسته بل ملي لوبغاړي سميع الله شينواري هم سر  را ښکاره کړ.

دغو ملي لوبغاړو په ٣٧مه دقيقه ويډيويي بنډار کې له مينه والو سره پر تېرو سياليو، اسيايي جام، راتلونکي نړيوال جام او افغان  غوره ليګ په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې.

دغه راز دوى د کرکټ بورډ پر ادارې او ځينو مشرانو او مسوولينو شوې نيوکې رد کړې او پر ځينو دولتي چارواکو يې د کرکټ په چارو کې د لاسوهنو تورونه هم پورې کړل.

يادو ملي لوبغاړو دغه ويډيويي بنډار وروسته له هغه وکړ چې د کرکټ دوو ملي لوبغاړو نور علي ځدراڼ او شاه پور ځدراڼ په افغان غوره ليګ کې د نه اخيستل کېدو له امله سخت غبرګون وښود او په دې کار يې د کرکټ اداره او ځينې مسوولين پړه وبلل.

خو د افغانستان کرکټ بورډ دغه ادعاوې ردوي او زياتوي، چې د لوبغاړو په اخيستلو کې دوى لاس نه درلود، بلکې دا د لوبډلو د مالکانو او شرکتونو کار و.

ملي لوبغاړي محمد نبي د بنډار پيل کې د خپلو بوختياوو، ايرلينډ سره د تېرو سياليو په اړه او اسيايي جام لپاره د تمريناتو په  هکله معلومات شريک کړل.

هغه له ايرلينډ سره په سياليو کې د حضرت ځاځي او افتاب عالم د ښې لوبې ستاينه وکړه، خو دا يې هم په ډاګه کړه چې ملي لوبډلې ته راتګ اسانه نه دى، خو بيا په کې ځان ساتل ګران کار دى.

نبي د افغان غوره ليګ سياليو پر پيلېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د نورو هېوادونو په ليګونو کې لوبېدلى، خو د خپل ليګ جلا خوند لري.

هغه د افغانستان د وروستيو امنيتي پېښو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې دوى پر دا ډول خبرونو خبريږي او درديږي.

کله چې شهزاد او راشد هم په بنډار کې ورګډ شول؛ نو په منځ کې منځ کې يې ټوکې هم کولې، خو بيا به اصلي خبرې ته راغلل او د افغان غوره ليګ پر پيلېدو يې خوښي څرګندوله او د کرکټ بورډ د مسوولينو ستاينه او مننې يې کولې.

دوى زياته کړه، په اى پي ايل کې تر ٥٥ پورې افغان لوبغاړي اخيستل شوي، چې هم يې اقتصاد ورسره  ښه کېږي او هم يې د کرکټ تجربه زياتېږي.

په افغان غوره ليګ سياليو کې د شاهپور، نور علي، دولت ځدراڼ، وفادار مومند او ځينو نورو مشهورو لوبغاړو پر نه اخيستل کېدو يو شمېر مينه وال او د ټولنيزو شبکو کاروونکي پر کرکټ بورډ او مسوولينو يې سختې نيوکې کوي.

خو محمد نبي په دې ويډيويي بنډار کې پر دغه کار ناخوښي څرګندوي او وايي چې د مشرانو سپکاوى نه دى په کار . په دې وخت کې شهزاد غږ کوي چې دا د افغانانو بد عادت دى، چې يو مشر يې هم نه خوښيږي او هر مشر ته بد رد وايي.

د ځينو لوبغاړو په نه اخيستل کېدو نبي وويل، چې دوى دې بل کال ته صبر وکړي، له ځانه دې وړتيا وښيي، بيا به چانس ورکړل شي.

شهزاد وويل، اوس هم چانس لري، که چېرې کوم لوبغاړى د ستونزې او يا ټپي کېدو له امله له لوبو پاتې شي، نو پر ځاى يې بل لوبغاړى اخيستل کېږي.

هغه وويل: ((زه هم خپه يم چې دوى نه دي اخيستل شوي، خو هره لوبډله او مالک يې هڅه کوله چې وړ لوبغاړي واخلي.))

نبي له دغو لوبغاړو غواړي چې زحمت وباسي، خواري دې وکړي، خپله وړتيا دې ثابته کړي، څو په راتلونکو لوبو کې چانس ورکړل شي. خو هغه دا هم وويل: ((ماته معلومه ده چې دغه لوبغاړي ولې نه دي اخيستل شوي.)) خو په دې اړه يې څه په ډاګه نه کړل.

ملي لوبغاړي راشد خان هم د افغان غوره ليګ پر پيلېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې له دې څخه ملي لوبډلې ته پياوړي لوبغاړي پيدا کېږي.

د افغان غوره ليګ لپاره د لوبغاړو د اخيستلو په مراسمو کې نبي، راشد، شهزاد او ځينې نور لوبغاړي هم د لوبډلو له مالکانو سره ناست وو او د لوبغاړو په اخيستو کې يې همکاري کړې ده.

دوى هغه ادعاوې رد کړې چې ګوندې دوى په کې خپله خوښه ناخوښه کړې ده.

نبي وويل: ((ماته که مې پلار هم ووايي، خبره يې نه منم، ځکه چې لوبغاړي بايد په ميدان کې خپله وړتيا ثابته کړي.))

راشد هم په ډاګه کړه چې د لوبغاړو په انتخاب کې يې لاس  نه درلود، هلته همداسې ناست و.

نبي وويل، افغان غوره ليګ بايد کامياب شي، څو نړۍ ته دا وښودل شي چې افغانان له چا کم نه دي.

هغه پر ځينو حکومتي مشرانو نيوکه وکړه چې د کرکټ په چارو کې لاسوهنه کوي او ويې ويل چې هغوى دې خپل دولتي کارونه پرمخ بوځي، کرکټ دې دوى ته پرېښودل شي.

شهزاد د خلکو د نيوکو په اړه وويل، که ١٥ سلنه خلک دوى ته بد رد وايي، نو ٨٥ سلنه بيا دوى ته دعاګانې کوي.

راشد خان هم له خلکو د ملاتړ غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د څو کسانو په خبرو پسې دې نه ګرځي.

په پاى کې دوى د ملي لوبډلې د مدير شېراغا همکار هم کلکه ننګه وکړه، چې نور علي ځدراڼ پرې د فساد تورونه پورې کړي وو.

بلخوا د کرکټ يو شمېر مينه والو او د ټولنيزو شبکو کاروونکو دغه ويډيويي بنډار په کلکه غندلى او زياتوي چې دا يې د کرکټ بورډ په فرمايش کړى دى.

د کرکټ يو فعال ببرک عمر وايي، دا کار د کرکټ بورډ په فرمايش شوى او هڅه شوې چې د نور علي او شاهپور ترڅرګندونو وروسته دوى له ځانه سپيناوى وکړي.

دى وايي، په افغان غوره ليګ کې داسې لوبغاړي اخيستل شوي، چې نه يې کورنى کرکټ کړى او نه هم فرسټ کلاس کرکټ، خو د نور علي او شاهپور په څېر لوبغاړي نه دي اخيستل شوي.

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى اجرايوي رييس ډاکتر حامد شينوارى وايي، د افغان غوره ليګ د تدارکاتو پروسه پټه ساتل شوې او له خلکو سره قانع کوونکي معلومات نه دي شريک شوي.

هغه په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې ليکلي، د دې سياليو قرارداد يو کم تجربه لرونکې هندي کمپنۍ ته په کمه بيه ورکړل شوى.

شينوارى وايي، د افغان لوبغاړو غوره کول تر ډېره بريده سليقوي بڼه لرله، خپلوي، دوستي او نور مصلحتونه په کې پالل شوي دي، د ځينو ملي لوبغاړو، د ادارې د چارواکو او سياستونو خوښي په کې منل شوې ده.

بلخوا د افغانستان کرکټ بورډ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغان غوره ليګ سياليو د لوبغاړو په اخيستلو کې هر ډول رول لرل رد کړي دي.

سرچينې زياته کړې، دوى يواځې د لوبغاړو د نوملړ د وړاندې کولو مسووليت لري؛ د لوبغاړو اخيستل او په ګوته کول د لوبډلو د امتياز لرونکو صلاحيت دی او هغوی په دې کار کې په پوره ډول خپلواک دي، ځکه چې ياد ليګ په بشپړه توګه سوداګريزه بڼه لري.

د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل په يوه مرکه کې ويلي، د نور علي ځدراڼ خوريى او وراره اخيستل شوي، نو بيا نور علي سره يې څه ستونزه وه؟

هغه زياته کړې، هر کله چې د وى د کرکټ په اړه د پرمختګ کوم کار کړى، نو د يوې دسيسې له مخې ورپسې ناوړه تبليغات پيل شوي دي.

Visits: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.