کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٧): د پاکستان په پلازمېنه اسلام کې د افغان سفارت له خوا د هېواد د خپلواکۍ ٩٩مه کاليزه ونمانځل شوه.
د افغانستان سفارت مرستيال زردشت شمس د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغو مراسمو کې افغان سفير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال، د پاکستان د نوي حکومت استازو، د پخواني حکومت يو شمېر چارواکو، د سياسي ګوندونو استازو، د پاکستان د ملي شورا غړو، بهرنيو سفيرانو مدني فعالانو او ژورنالېستانو برخه اخيستې وه.
د نوموړي په وينا، په دغو مراسمو کې په ځانګړې توګه د افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټيټيوټ د ځوانانو ارکستر ګډون او ښکلي هېوادنۍ نغمې يې د ګډونوالو له بدرګې سره مخ شوې.
هغه وايي چې دغو ځوانانو او ماشومانو له ځان سره د سولې پيغام راوړى و.
د افغانستان سفير په پښتو ژبه خبرې پيل کړې او بيا يې په انګليسي کې خبرې وکړې او ويې ويل چې د دواړو هېوادونو خوښي او غمونه ګډ دي.
نوموړي زياته کړه چې دواړه هېوادونه ترهګرۍ ځپلي دي او بايد د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه وکړي.
د پاکستان د مذهبي چارو وزير نورالحق قادري چې د دغه پروګرام مشر مېلمه و، د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پياوړي کېدو يې ټينګار وکړ او ويې ويل چې دواړه هېوادونه ګډ تاريخ، فرهنګ او ژبه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن