ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې د سون توکو بیې لوړې شوې دي

په کابل کې د سون توکو بیې لوړې شوې دي

author avatar
15 Sep 2018 - 18:09
په کابل کې د سون توکو بیې لوړې شوې دي
author avatar
15 Sep 2018 - 18:09

کابل (پژواک، ٢٤ وږی ٩٧): په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د افغانۍ د ارزښت له کمېدو وروسته د ځينو خوراکي توکو بیې لږ، خو د سون توکو بیې په منځنۍ توګه شپږ سلنه لوړې شوې دي.

د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو تانک کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لېتر ډیزل تېلو بیه له ۴۶ څخه ۵۰ افغانیو ته او د یو لېتر پټرولو بیه له ۵۶ افغانیو څخه ۵۷ افغانیو ته لوړه شوې ده.    

دغه راز د کابل ښار د تایمنیو څلورم سړک د یو تن ګازپلورونکي احمد جاوېد په خبره، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د یو کیلو مایع ګاز بیه له ۶۰ افغانۍ څخه ۶۵ افغانیو ته لوړه شوې ده.

دواړه پلورونکي وايي، د یادو توکو بیې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر د ارزښت له زیاتېدو وروسته لوړې شوې دي.

د کابل ښار کې د شهزارده سرای صداقت صرافۍ د معلوماتو له مخې،  نن د یو امریکايي ډالر ارزښت ۷۵.۱۵ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۸۶ افغانیو پلورل کېږي.

د وږي پر ۱۷ مه د یو امریکایي ډالر ارزښت ۷۴.۴۰ امریکايي ډالر و او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۸۵ افغانیو بدلېدې.

د اوړو، وریجو، بورې او غوړیو بیې هم لږ لوړې شوې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو د ټولنې رییس فضل الرحمن پژواک ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۵۰ کیلو ګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۲۵۰ څخه ۱۲۷۰ افغانیو ته، د ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بورې بیه له ۱۶۲۰ څخه ۱۶۴۰ افغانیو ته، د ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه له ۲۰۰۰ څخه ۲۰۲۰ افغانیو ته او د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه له ۱۰۲۰ افغانیو څخه ۱۰۴۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د هغه په خبره، د افغانۍ پر وړاندې د ډالر د ارزښت لوړېدو له امله د یادو توکو بیې لوړې شوې دي.

خو د کابل د منډوې يوتن چای پلورونکي نوراحمد خیرخواه وویل، نن د تېرې شنبې په ډول یو کیلو شین اندونیزیايي چای په ۲۸۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۰۰ افغانۍ پلوري.

په پرچون ډول د ځينو توکو بیې د هغه له عمده پلور سره په ځینو مواردو کې کم خو په ځينو مواردو کې ډېر توپیر لري.

د کابل ښار د دهن باغ سیمې د خوراکي توکو پلورونکي احمد ولي پنجشېري وویل، نن په پرچون ډول ۵۰ کیلو ګرامه قزاقي اوړه په ۱۳۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بوره په ۱۸۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۱۵۰ افغانۍ، یوکیلو شین اندونېزیايي چاى په ۳۰۰ افغانۍ او یوکیلو تور افریقايي چاى په ۳۵۰ افغانۍ پلوري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.