ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د قابله ګۍ نيمه طبي زده کړو انسټيټيوټ فعاليت درېدلی

خوست کې د قابله ګۍ نيمه طبي زده کړو انسټيټيوټ فعاليت درېدلی

author avatar
16 Sep 2018 - 11:33
خوست کې د قابله ګۍ نيمه طبي زده کړو انسټيټيوټ فعاليت درېدلی
author avatar
16 Sep 2018 - 11:33

خوست ښار (پژواک، ۲۵ وږی ۹۷): د خوست په عامې روغتيا رياست کې د داخلي ستونزو او د رهبرۍ د ضعف له امله په دغه ولايت کې د قابله ګۍ او نرسنګ د نيمه طبي زده کړو د يوه انسټيټيوټ فعاليتونه په ټپه دريدلي.

د نيمه طبي زده کړو دغه انسټيټيوټ چې د ناروې هېواد په مالي ملاتړ څلور کاله مخکې فعال شوی، دوه دورې فارغين يې هم ورکړي، اوس يې پکتيا ولايت ته د انتقالېدو خبر ورکول کېږي.

د عامې روغتيا رييس که څه هم دا نه مني خو د عامې روغتيا رياست بلې سرچينې پژواک ته تائيد کړه چې ياد طبي انسټيټيوټ له خوست نه پکتيا ته انتقال شوی او په دې اړه ورته له اړوند وزارت نه ليکلی مکتوب هم راغلی.

په خوست کې د (ملي ارمان) په نوم د ښځو يوې ټولنې مشره زينب افغان وايي چې د طبي زده کړو په دې انسټيټيوټ کې نجونو ته په وړيا ډول زده کړې ورکول کېږي چې زياتره يې بې وزله او شخصي مصرف ته مخه نه ويني.

هغې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه طبي انسټيټيوټ په تړل کېدو سره به د ډېرو هغو نجونو هيلې له خاورو سره خاورې شي چې د نرسنګ او قابله ګۍ په برخو کې د زده کړو لېوالتيا لري.

افغان زياتوي: ((خوست يوه سنتي او دوديزه ټولنه لري، کورنۍ يوې نجلۍ ته اجازه نه ورکوي چې بل ولايت کې دې زده کړې وکړي، هغه که ډېرې لوړې زده کړې هم واوسيږي. له مسوولو چارواکو مې غوښتنه دا ده چې نوموړی طبي انسټيټيوټ په خوست کې پاتې شي.))

فرشته د ښوونځي نهم ټولګي زده کوونکې ده، هغې پژواک خبري اژانس ته وويل، غواړي په راتلونکي کې ټولنې ته د قابله ګۍ مسلک له لارې خدمت وکړي، خو اوس چې ياد طبی انسټيټيوټ بل ولايت ته انتقالېږي، نو راتلونکي ته اندېښمنه ده.

دا وايي: ((زما په ګډون ډېرې نورې نجونې شته چې کورنۍ اجازه نه ورکوي، څو بل ولايت کې زده کړې وکړي. زموږ هيله دا ده چې ياد مرکز دلته پاتې شي او موږ په کې خپلې زده کړې ترسره کړو.))

په همدې حال کې د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکتر حبيب شاه انصاري نه مني چې ګوندې د نيمه طبي لوړو زده کړو ياد شوی انسټيټيوټ دې پکتيا ولايت ته انتقال شوی وي.

خو د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاګتر ګل محمدالدين محمدي پژواک خبري اژانس سره خبرو کې تائيد کړه چې د ناروې هېواد په مالي مرسته چلېدونکی د نيمه لوړو زده کړو طبي انسټيټيوټ فعاليتونه په دغه ولايت کې ځنډېدلي دي.

نوموړی يې لامل د عامې روغتيا په رياست کې داخلي ستونزې او د رهبرۍ ضعف په ګوته کوي چې په خپل وخت يې دا مسئله تعقيب نه شوه کړای.

ډاګټر ګل محمدالدين زياته کړه: ((۱۳۹۶ لمريز کال کې موږ ته د عامې روغتيا وزير ډاډ راکړی و، چې دا انسټيټيوټ به خوست کې پاتې کېږي خو د خوست د عامې روغتيا رياست بيا دا مسئله تعقيب نه کړه او د خوست پرځای پکتيا ته انتقال شو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.