ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي : ولسي تړون پروګرام دې په کندهار ښار او ټولو ولسوالیو کې پلی شي

والي : ولسي تړون پروګرام دې په کندهار ښار او ټولو ولسوالیو کې پلی شي

author avatar
16 Sep 2018 - 17:09
والي : ولسي تړون پروګرام دې په کندهار ښار او ټولو ولسوالیو کې پلی شي
author avatar
16 Sep 2018 - 17:09

کندهار (پژواک، ۲۵ وږی ۹۷): د کندهار والي وايي، ولسي تړون ښې پایلې ورکړي، په کار ده دغه پروګرام ته پراختیا ورکړل شي او په کندهار ښار او ټولو ولسوالیو کې پلی شي.

زلمي ویسا دغه څرګندونې په هغې غونډې کې وکړې چې ولایت مقام کې په همدې اړه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې له کابل څخه راغلي پلاوي د ماليې وزارت د پاليسۍ معينې ناهيد سرابي، د عامې روغتيا وزارت معين احمد جان نعيم، د پوهنې وزارت معين ډاکټر محمد ابراهيم شينواري، د يو شمېر نورو وزارتونو استازو او د ولسي تړون پروګرام مسوولينو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د ولسي تړون پر لاسته راوړنو او ستونزو بحث وشو او حل لارې په ګوته شوې.

د کندهار والي وویل، ولسي تړون پروګرام چې د ملي پیوستون پر ځای پيل شوی، ښې اغېزې درلودلې دي، په کار ده پراختیا ورکړل شي او د دې ولایت ټولې ولسوالۍ په بر کې ونیسي.

هغه زیاته کړه، د دغه پروګرام په پلي کېدو سره ګڼ پرمختايي کارونه شوي او ډېرو کسانو ته کار موندل شوی دی.

نوموړي په دې برخه کې د قومي مشرانو رول مهم وګاڼه او له هغوی یې د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه وکړه.

والي د خپلو خبرو په لړ کې د ځینو ستونزو یادونه وکړه او د وزارتونو له استازو یې وغوښتل چې کله هم د کندهار اوسېدونکي په مرکز کې په دولتي ادارو کې د کار په موخه ازموینه ورکوي، نو وړ کسان دې ترې وګوماري.

هغه نیوکه وکړه چې ډېر مهال پر یوه وخت دوو یا درېیو کسانو ته د منظورۍ او مقررۍ مکتوبونه ورکول کېږي چې دغه کار په ولایتي اداره کې ډېرې ستونزې زېږولې دي.

د ماليې وزارت د پاليسۍ معينې ناهيد سرابي وويل، د ولسي تړون په پروګرام کې د ولس ونډه مهمه ده او د دغه پرګرام موخه د ولس او دولت تر منځ د اړيکو ټينګوالی، خلکو ته کار موندل او له جرمونو د هغوی راګرځول دي.

د پوهنې وزارت معين ډاکټر محمد ابراهيم شينواري وويل، د ولسي تړون د پروګرام له مخې به په راتلونکو دوو کلونو کې په کندهار ښار او ولسواليو کې ګڼو ښوونځیوته ودانۍ جوړې شي.

هغه زیاته کړه، سږ کال به د هرې لېسې تر څنګ کانکور ته د چمتووالي کورسونه هم جوړ شي، څو له دې لارې ډېر ځوانان د خپلو خوښو پوهنځیو ته بریالي شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.