کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٧): په کابل کې د امريکا سفير وايي چې د افغانستان روانه جګړه پوځي حل لاره نه لري او د سولې پر خبرو اترو يې ټينګار کړى دى.
د امريکا سفير جان باس چې د هندوستان او افغانستان په ګډ سوداګريز نندارتون کې د ګډون لپاره ممبيي ته تللى، دا څرګندونې يې له هندي رسنۍ (اکانمک ټايمز) سره په مرکه کې کړې دي.
هغه زياته کړه: ((د امريکا په اوسني حکومت کې هېڅوک پر دې باور نه دي چې ګواکې افغان جګړه دې له نظامي لارې ختمه شي.))
باس په ډاګه کړې چې دې شخړې ته بايد سياسي حل لاره ولټول شي.
دى وايي چې د افغان شخړې سياسي حل لاره د پاکستان په ګټه هم ده؛ ځکه چې له دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري زياتېږي او دواړه هېوادونه د مرکزي اسيا او سوېلي اسيا هېوادونو سره نښلول کېږي.
د امريکا سفير ويلي، د روان کال په پيل کې پاکستان د دې اشاره ورکړې وه چې د خپلې خاورې له لارې افغانستان او هند ته د سوداګرۍ اجازه ورکول غواړي.
هغه زياته کړې چې تېر کال د دې ډول نندارتون له لارې هندي کمپنيو په افغانستان کې د ٢٧ ميليونه ډالرو پانګونه کړې وه او د ٢٠٠ ميليونه ډالرو په ارزښت نورې ژمنې شوې دي.
باس ومنله چې څو ورځې مخکې د امريکا د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو هند ته د سفر پر مهال له ايران سره د سوداګرۍ نه کولو فشار راوړی و چې په دې سره به پر چابهار بندر هم ناوړه اغېزه وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن