ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد ښاروالۍ نږدې ۷ ميليونه متره مربع ځمکه غصب شوې

د جلال اباد ښاروالۍ نږدې ۷ ميليونه متره مربع ځمکه غصب شوې

author avatar
16 Sep 2018 - 17:35
د جلال اباد ښاروالۍ نږدې ۷ ميليونه متره مربع ځمکه غصب شوې
author avatar
16 Sep 2018 - 17:35

جلال اباد (پژواک، ۲۵ وږی ۹۷): د جلال اباد ښاروالۍ چارواکي وایي، د دوی اړوند نږدې ۷ ميليون متره مربع ځمکه غصب شوې، چې د بېرته راګرځولو لړۍ  يې پيل کړې ده.

د ښاروالۍ مسوولينو د وږي په ۲۵مه سهار مهال د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار پنځمه ناحيه کې د پارک اړوند غصب شوې شاوخوا ۲۴ جريبه ځمکې د راګرځولو حشر پيل کړی او ټاکل شوې چې همدغه ساحه کې يو تفريحي پارک جوړ شي.

د جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل وویل، دغه پارک چې ښار ته به ځانګړې ښکلا ورکړي د پنځمې ناحيې د ټولو استوګنو غوښتنه هم وه، چې بايد په کې موجود سرايونه او د لرګيو د پلور ځايونه ختم شي.

هغه زياته کړه، له ملي امنیت ریاست  څخه نيولې تر میوې مارکېټ پورې د پارک ساحې د تخلیې کارونه پېل شوي او تر بشپړ تخلیې وروسته به پرې د پارک جوړولو کارونه هم پېل شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه پارک د ښاروالیو ولسي تړون ملي پروګرام له لارې په شاوخوا ۴۸ ميلیونه افغانیو لګښت سره پر شاوخوا ۲۴ جریبه ځمکه په عصري او ښکلې بڼه جوړیږي.

دی وايي، له دغې سيمې څخه لرې کړای شوو کاروباريانو ته د ښار اړوند شپږمه ناحيه کې ځای برابر شوی او مياشت وړاندې هم ورته ويل شوي و چې دغه ځای خوشې او نوي ځای ته لاړ شي .

 په همدې مهال د جلال اباد ښاروال زياته کړه چې د جلال اباد ښاروالۍ ټوله ۶ ميليونه، ۹ سوه او ۶۶ زره او ۳۴۵ متره مربع ځمکه غصب شوې چې اوس يې د بېرته راګرځولو هڅې پيل شوې دي.

هغه زياته کړه، له دغو غصب شوو ځمکو څخه د نننۍ هغې په ګډون سل زره متره مربع ځمکه بېرته راګرځول شوې او دغه لړۍ به تر هغه وخته دوام وکړي، څو چې ټوله ځمکه بېرته نه وي راګرځول شوې.

دی وايي، دغه ځمکې تر ډېره د عادي خلکو له لوري د کاروبار ځايونو او کورونو لپاره غصب شوي او ټولو ته وخت ورکړل شوی چې په خپله خوښه ځايونه پرېږدي، که نه دوی به يې په ورته اقدام کې په زوره له ځمکو وباسي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.