کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د دغه کمېسیون د دفترونو پر تړلو نیوکه کوي او د کمېسیون رییس د سیاسي ګوندونو دغه کار د ټاکنو د بهیر تخریب ګني.
دغه راز د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، که حکومت نه شي کولی د ټاکنو ترسره کېدو ته په پاتې موده کې له بایومټریک سیستمه استفاده وکړي، نو د لاریون کوونکو قناعت دې ترلاسه کړي.
سیاسي ګوندونو او حرکتونو په کندهار، هرات او بلخ ولایتو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفترونه تړلي او ګواښ یې کړی چې که غوښتنې یې ونه منل شي، په شلو ولایتو کې به د ټاکنو کمېسیون ادارې وتړي.
د لېږد وړ رایې سیستم (ام ډي ار) ته د نه لېږدېدو وړ واحدې رايې د سیستم (اس ان ټي وي) بدلول، د رایې ورکوونکو بایومټریک او سیاسي ګوندونو، ايتلافونو او مدني بنسټونو ته د ټاکنو له بهیره د څار زمینه برابرول د لسګونو سیاسي ګوندونو او حرکتونو هغه غوښتنې دي چې د یوې طرحې په ډول یې حکومت ته وړاندې کړې دي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د دغه کمېسیون د ولایتي ادارو تړل ناسم او د نه منلو وړ دود دی او دغه دود باید له منځه یووړل شي.
د هغه په خبره، د دفترونو تړل په دې معنا دي چې د دغه کار ترسره کوونکي غواړي د ټاکنو بهیر وځنډوي.
د هغه په خبره، د ټاکنو د بهیر د ځنډ پړه به د هغو کسانو پر غاړه وي چې د دغه کمېسیون دفترونه تړي.
هغه وویل، په اوسنیو شرایطو کې چې ټاکنو ته هم وخت پاتې دی د بایومټریک سیستم کارول ناشوني دي او د ټاکنیز نظام بدلون د حکومت او ملي شورا صلاحیتونه دي، خو کمېسیون د ټاکنو د بهیر د څار په پروسه کې د سیاسي ګوندونو برخې اخیستو ته لېوال دی.
نوموړي په کندهار، هرات او بلخ ولایتونو کې د دغه کمېسیون د دفترونو د تړلو په غبرګون کې له امینتي ځواکونو وغوښتل چې هېچا ته د اجازه ور نه کړي ترڅو د دغه کمېسیون د ادارو په تړولو سره د ټاکنو بهیر مخه ونیسي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وویل: ((حکومتي مشران دې والیانو او ولسوالانو ته امر وکړي چې په کلیو او لرې پرتو سیمو کې د زورواکو د لاسوهنې مخه ونيسي، دغه زورواکي له خپل نفوذ څخه په ګټه اخیستو زموږ پر کارکوونکو فشار راوړي، د ټاکنو بهیر تر پوښتنې لاندې راولي او درغلۍ ته زمینه برابروي.))
هغه په ډاګه کړه چې د ټاکنو کمېسیون د رڼو ټاکنو ترسره کېدو او د درغلیو مخنیوي ته ژمن دی او د یاد کمېسیون له هر هغه کارکوونکي سره به قانوني چلند وشي چې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې یا د پچه اچونې پر مهال یې درغلي کړې وي.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې یو شمېر غړي له حکومت څخه د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو تر څنګ غواړي چې د هغو کسانو مخنیوی دې وکړي چې د بېلابېلو مسایلو تر عنوان لاندې د ټاکنو د بهیر خڼد ګرځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن