ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ۴۴ پروژو د پلي کولو هوکړه ليکونه لاسليک شول

author avatar
16 Sep 2018 - 16:17
author avatar
16 Sep 2018 - 16:17

کابل (پژواک، ٢٥ وږى ٩٧): د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ۳۰۷ ميليونو افغانيو په ارزښت په ۱۷ ولايتونو کې د ۴۴ پرمختيايي پروژو د پلي کولو هوکړه ليکونه لاسليک کړل.

له ياد شوي وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه قرادادونه د کليو د بيارغونې او پراختيا د وزير پوهنمل مجيب الرحمن کريمي او د ١٧ ولايتونو د پرمختيايي شوراګانو او شرکتونو د مسوولينو ترمنځ لاسليک شول.

سرچينه کاږي، په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې چې په همدې مناسبت جوړ شوی و، د کليو د پراختيا وزير وويل، په بادغيس، بلخ، غزني، غور، هلمند، هرات، کابل، خوست، کونړ، ننګرهار، کندوز، لغمان، لوګر، پکتيا، پروان، سمنګان او ميدان وردګو ولايتونو کې د څه باندې ۳۰۷ ميليونو افغانيو په ارزښت د ۴۴ پروژو هوکړه ليکونه لاسليک شول، چې له دې سره سم يې عملي چارې هم پيل شوې.

ده زياته کړه، په دې پروژو کې چې د اوبو لګولو سربندونه او کانالونه، سړکونه، استنادي او محافظوي دېوالونه، بولډروال او د کارېزونو رغونه په کې شامله ده، لس سلنه ونډه د سيمې د خلکو ده، چې ۲۵ ميليونه او اته سوه زره افغانۍ کېږي.

د هغه په خبره، له دې پروژو به ۱۰۷زره ځايي خلک ګټه اخلي او په کاري بهير کې به يې ۹۷ زره کاري ورځې رامنځ ته شي، چې د سيمې ګڼ خلک به په کې په کار بوخت وي.

وزير وايي، د دې پروژو لګښت د افغانستان د ماليې وزارت څخه ورکړل شوی، چې له ډلې يې د دوو پروژو لګښت د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې د يوه سړک جوړول د څلور ميليونه افغانيو په ارزښت او د سمنګانو ولايت په حضرات سلطان ولسوالۍ کې د درې ميليونه افغانيو په ارزښت د سولريزې برېښنا جوړولو لګښت د دوست هېواد هند له خوا ورکړل شوی.

دى زياتوي، له دې ۴۴ پروژو څخه ۱۷ پروژې د کارېز ونو دي، چې د زراعتي ځمکو په خړوب کې مهمه ونډه ولري.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.