د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

والي : ولسي تړون پروګرام دې په کندهار ښار او ټولو ولسوالیو کې پلی شي

والي : ولسي تړون پروګرام دې په کندهار ښار او ټولو ولسوالیو کې پلی شي

Sep 16, 2018 - 17:09

کندهار (پژواک، ۲۵ وږی ۹۷): د کندهار والي وايي، ولسي تړون ښې پایلې ورکړي، په کار ده دغه پروګرام ته پراختیا ورکړل شي او په کندهار ښار او ټولو ولسوالیو کې پلی شي.

زلمي ویسا دغه څرګندونې په هغې غونډې کې وکړې چې ولایت مقام کې په همدې اړه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې له کابل څخه راغلي پلاوي د ماليې وزارت د پاليسۍ معينې ناهيد سرابي، د عامې روغتيا وزارت معين احمد جان نعيم، د پوهنې وزارت معين ډاکټر محمد ابراهيم شينواري، د يو شمېر نورو وزارتونو استازو او د ولسي تړون پروګرام مسوولينو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د ولسي تړون پر لاسته راوړنو او ستونزو بحث وشو او حل لارې په ګوته شوې.

د کندهار والي وویل، ولسي تړون پروګرام چې د ملي پیوستون پر ځای پيل شوی، ښې اغېزې درلودلې دي، په کار ده پراختیا ورکړل شي او د دې ولایت ټولې ولسوالۍ په بر کې ونیسي.

هغه زیاته کړه، د دغه پروګرام په پلي کېدو سره ګڼ پرمختايي کارونه شوي او ډېرو کسانو ته کار موندل شوی دی.

نوموړي په دې برخه کې د قومي مشرانو رول مهم وګاڼه او له هغوی یې د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه وکړه.

والي د خپلو خبرو په لړ کې د ځینو ستونزو یادونه وکړه او د وزارتونو له استازو یې وغوښتل چې کله هم د کندهار اوسېدونکي په مرکز کې په دولتي ادارو کې د کار په موخه ازموینه ورکوي، نو وړ کسان دې ترې وګوماري.

هغه نیوکه وکړه چې ډېر مهال پر یوه وخت دوو یا درېیو کسانو ته د منظورۍ او مقررۍ مکتوبونه ورکول کېږي چې دغه کار په ولایتي اداره کې ډېرې ستونزې زېږولې دي.

د ماليې وزارت د پاليسۍ معينې ناهيد سرابي وويل، د ولسي تړون په پروګرام کې د ولس ونډه مهمه ده او د دغه پرګرام موخه د ولس او دولت تر منځ د اړيکو ټينګوالی، خلکو ته کار موندل او له جرمونو د هغوی راګرځول دي.

د پوهنې وزارت معين ډاکټر محمد ابراهيم شينواري وويل، د ولسي تړون د پروګرام له مخې به په راتلونکو دوو کلونو کې په کندهار ښار او ولسواليو کې ګڼو ښوونځیوته ودانۍ جوړې شي.

هغه زیاته کړه، سږ کال به د هرې لېسې تر څنګ کانکور ته د چمتووالي کورسونه هم جوړ شي، څو له دې لارې ډېر ځوانان د خپلو خوښو پوهنځیو ته بریالي شي.

ده دغه راز یادونه وکړه چې په کندهار کې به يو نمونه ښوونځی هم جوړ کړي چې د کندهار ښار او ولسواليو ممتاز زده کوونکي به په کې زده کړې کوي، څو په راتلونکې کې ورڅخه علمي کدرونه جوړ شي.

د عامې روغتيا وزارت معين احمد جان نعيم وويل، په کندهار کې د روغتيا په برخه کې اوس هم ډېر کار ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه، هڅه به وکړي چې د ولسي تړون د پروګرام له لارې خلکو ته ډېر روغتیايي خدمات وړاندې شي.

نوموړي پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړ چې تر خپلو واک لاندې سيمو کې دې له روغتيايي ډلو سره همکاري وکړي او د هغوی د کار مخنيوی دې نه کوي، څو عام ولس ته پر وخت روغتيايي خدمات وړاندې شي .

په دې غونډه کې د والي په مشرۍ یوه کمېټه جوړه شوه چې وخت په وخت به غونډې کوي او د ولس اړتیاوې به د ولسي تړون پروګرام ته وړاندې کوي.

ولسي تړون ملي پروګرام له لومړنۍ طرحې او پلان جوړولو څخه وروسته د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د سپټمبر په میاشت کې د ولسمشر له لوري رسماً پرانېستل شو.

د ولسي تړون ملي پروګرام دحکومت یو له مهمو پروګرامونو څخه دی چې موخه یې د بېوزلۍ د کچې راټیټول، د کلیو ټولنیزو اواقتصادي حالاتو ته وده ورکول او بهر ته د ځوانانو د کډوالۍ مخنیوى دی.

ټاکل شوې ده دا پروګرام د لسوکلونو په موده کې په درېیو پړاوونو کې پلى شي، څو د دولت له لوري ټولو خلکو ته د یوې اساسي ټولګې په توګه د لږ تر لږه معیاري خدمتونوپه وړاندې کولو سره، د دولت او وګړو ترمنځ یو تړون دی.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement